لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټن ټروډو: د کېنېډایي شهري په وژنه کې د هندوستان حکومت د ممکنه لاس لرلو پلټنې کوو


د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل، حکومت یې پلټنې پیل کړي چې معلومه کړي په هغه ملک کې د یو کېنېډایي شهري په وژنه کې د هندوستان حکومت لاس و او که نه.

د کېنېډا د سېکهانو برادرۍ یو مشر هردیپ سېنګ نېجار، چې د سېکهانو دپاره د خالستان په نوم له هندوستان نه د یو جدا ریاست قوي ملاتړی او فعاله و، د جون میاشتې په اتلسمه (۱۸) نېټه د کېنېډا د برېټش کولمبیا صوبې په سورې ښار کې د سېکهانو په ثقافتي مرکز کې په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.

ښاغلي ټروډو د کېنېډا په پارلېمان کې وویل چې د دوی استخباراتي ادارې د دې الزاماتو په اړه پلټنې کوي چې ګني په دې وژنه کې د هندوستان حکومت لاس درلودلو.

وزیراعظم جسټن ټروډو وویل، هغه چې تېره هفته د جي-۲۰ یا شلو اقتصادي طاقتونو د ډلې غونډه کې د ګډون دپاره هند ته تللی و، د یادې قضیې خبره یې د وزیراعظم مودي سره شریکه کړه او مودي ته یې ویلي چې په پلټنو کې دې ورسره مرسته وکړي او که چرته په دې وژنه کې د هند لاس وي، نو دا به غیرقابل برداشت وي.

اېسوشیټډ پرس خبري ادارې د کېنېډا په پایتخت اوټاوا کې د هند سفارت سره په دې اړه د معلوماتو دپاره د رابطې کولو کوششونه وکړله، مګر سمدستي ورته څه جواب ندی مېلاو شوی.

وزیراعظم ټروډو پارلېمان ته وویل: "په تېرو څو هفتو کې، د کېنېډا امنیتي ادارو په فعاله توګه د هغو قابل اعتماد الزاماتو پلټنې کوي چې ګني د هند د حکومت اېجنټانو او د یو کېنېډایي شهري، هردیپ سېنګ د وژل کېدو ترمنځ یوه احتمالي اړیکه موجوده ده."

جسټن ټروډو دا هم وویل چې خپله ژوره فکرمندي یې د هند حکومت ته څرګنده کړې ده. هغه زیاته کړه: "تېره هفته په جي-۲۰ کې، ما ذاتآ او نېغ په نېغه په واضحه الفاظو وزیراعظم مودي ته دا [فکرمندۍ] څرګندې کړلې. د کېنېډا په خاوره کې د یو کېنېډایي شهري په وژنه کې د یو خارجي حکومت هر ډول مداخلت، زمونږ د خودمختارۍ یوه غیرقابل برداشت خلاف ورزي به وي."

ټروډو دا هم وویل چې حکومت یې په دې قضیه کې د کېنېډا د اتحادیانو سره په هماهنګۍ سره د نږدې کار کوي.

نوموړي په ټینګار سره وویل: "زه په ممکنه قوي الفاظو بیا هم د هند د حکومت نه کېنېډا سره د همکارۍ غوښتنه کوم چې د دې مسئلې رېښې/جرړې راوسپړو."

جسټن ټروډو زیاته کړه، هغه خبر دی چې کېنېډا کې د هندي برادرۍ ځیني غړي په غوسه او یا وېره کې دي، خو دوی باید سکون اختیار کړي.

د کېنېډا د حکومت د حزب اختلاف مشر پيئر پویلیور ویول چې که په هند باندې الزامات ثابت شي، نو دا به "زمونږ خودمختارۍ ته یو اشتعال انګېزه توهین وي."

د خالستان تحریک په هند کې کالعدم ګرځول شوی، ځکه هندي چارواکي دا تحریک او ملاتړې ډلې یې خپلې قامي سلامتیا ته یوه خطره ګڼي. مګر دا تحریک اوس هم د هندوستان په شمالي علاقو او د هغه نه بهر علاقو او ملکونو، لکه کېنېډا او برطانیه کې، چرته چې زیات شمېر سېکهان اوسیږي، ځان ته ځیني ملاتړي لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG