په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما یو تازه رپوټ خپور کړی چې وایي په دې هېواد کې یې د طالبانو د واکمنۍ په تېر شاوخوا یو کال کې د بشري حقونو د سرغړونو څه باندې 1600 پېښې ریکارډ کړې دي، طالبانو دا رپوټ "ناسم او پروپیګنډه" بللی دی.
یوناما نن د شورو- چارشنبې په ورځ په خپل رپوټ کې ویلي، دغه پېښې د افغانستان د واکمنو چارواکو [طالبانو] له خوا د افرادو د نیولو او وروسته په بند پر مهال شوې دي، وایي طالبان دې دا ځورونې او اذیت بند کړي او د بندیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې بیړني او ګړندي ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د بشري حقونو څانګې په دغه رپوټ کې د 2022م کال د جنورۍ له لومړۍ د 2023م کال د جولای تر 31مې پورې موده کې د افغانستان په 29 ولایتونو کې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ریکارډ کړې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه رپوټ رد کړی او په یو لنډ بیان کې یې ویلي، د بندیخانو او زندانونو په ګډون "د اسلامي امارت په هيڅ یوه نظامي یا ملکي اداره کې هم د چا د وهلو ټکولو، ربړولو او ځورولو اجازه نه شته".
د یوناما په رپوټ کې ویل شوي چې نیژدې پینځوس فیصده د تشدد پېښې یواځې د اذیت او نورو ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي وړ چلند یا سزا سره تړلې دي، چې وایي دا په قصدي توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د دوی د استخباراتو د مرکزي ادارې په بندیخانو کې شوې دي:
"د اعتراف یا نورو معلوماتو لپاره بندي شوي کسان د وهلو ټکولو، د بجلۍ شاټونو، ساه بندۍ، د ذهني او بدني فشار حالتونه، په جبر د اوبو څښلو، سترګې تړلو او ګواښلو له لارو له سخت درد او تکلیف سره مخامخ شوي دي".
یوناما وایي د طالبانو په حکومت کې د بندیانو وکیلانو ته له هغوی سره د لیدو لاسرسی نه ورکول او د قانوني چارو له ضمانته سرغړونه د معمول کار ګرځېدلی دی.
رپوټ وایي دغه سرغړونې د طالبانو د چارواکو د هغو لارښوونو باوجود شوې دي چې مقصد یې د بندیانو د بشري حقونو لا ښه ساتل او له هغوی سره د امنیت ساتونکو د چلند برابرول کول دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو های کمیشنر وولکر تورک په دې رپوټ کې ویلي، د د طالبانو له خوا د بندیانو د وهلو ټکولو، د بجلۍ د شاټونو، د اوبو د اذیتونو، افرادو او د هغوی کورنیو ته له ګواښونو سره سره د ډېرو نورو ظالمانه او سپک چلند شخصي رپوټونه ځوروونکي دي، ښاغلی تورک وایي د بندیانو په اذیت کولو په هر ډول حالت کې منع دي:
"دغه رپوټ ښيي چې اذیت او ځور [له بندیانو] د اغېزمنو پلټنو پر ځای د یوې وسیلې په توګه کارول شوي، زه له ټولو اړوندو چارواکو غواړم چې د دې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او ذمه وارو سره یې حساب وکړي".
ذبیح الله مجاهد وایي د دوی د حکومت په زندانونو کې د بندیانو لپاره ټول خدمات شته، روزنه او د هنرونو زدکړې ورکول کیږي، وایي ښه امکانات یې ورته برابر کړي او هيڅ بندي له کړاو سره مخ نه دی:
"اوس حالت په غیرمعمولي توګه بدل او ښه شوی دی، د بندیانو وهل ټکول او ځورول نه شته، ټول امکانات ورته رسیږي، له خپلوانو سره يې لیده کاته کیږي".
د ملګرو ملتونو دفتر وایي اوسني واکمن چارواکي دې د بندیانو د قانوني مرستې یوه اداره جوړه کړي، چې د جرمونو په مقدمو کې د عدالتي بهیر په مخ کې خنډونه یې لرې شي ځکه چې وایي ګڼ شمېر خلک له عدالتي څارنې پرته په خپلسرې توګه نیول شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وایي، که څه هم له یوناما سره مثبتو خبرو ته د طالبانو د مشرانو او چارواکو لېوالتیا لیدل کیږي او دوی ته د جېلونو د کتنې اجازه ورکول شوې ده، خو وایي دا مستندې پېښې د ټولو بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري:
"له واکمنو چارواکو سره د نورې ښکېلتیا لپاره شدیده اړتیا ده چې دغه اعمال پای ته ورسیږي او زه هیله لرم دغه رپوټ او سپارښتنو ته به لومړیتوب ورکړل شي".
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري حقونو ورباندې په وار وار تور پورې کړی، چې د تېر حکومت او پوځ په ګډون یې خپل ګڼ شمېر مخالفین نیولي، په زندانونو کې ورسره بند چلند کړی او وژلي یې دي خو طالبانو دا رپوټونه تل رد کړي دي.
Forum