لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند چمن کې د خپل یو مشر د وژنې، د کډوالو د نیولو او پولې بندېدو ضد احتجاج کړی


عوامي نیشنل ګوند د خپل يوه مرکزي مشر د ممکنه وژنې د پېښي او په پاکستان کې د افغان کدوالو د نيولو او له افغانستان سره د پولو د بندولو په ضد د بلوچستان په چمن سرحدي ښاﺭ کې احتجاج کړی دی.

عوامي نشنل ګوند د دغه احتجاج په طﺭﺯ په دې ښار کې اولنی احتجاجي لاﺭيون کړی چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی وو او د ښاﺭ له سړکونو د تېرېدو په مهال یې دا ډول شعاﺭونه وﺭکړي دي:

"موﺯ د ګوند د مشر ارباب غلام کاسي شهيد قاتلان نيول غواړو، مونږ سرحدونه خلاص غواړو، لر او بر يو افغان يو افغان". احتجاج کوونکو د اوسني صوبایي حکومت په ضد هم شعارونه ورکول.

تر لاریون وروسته د چمن پر ټرنچ سړک د ګوند د ځایي دفتر باچا خان مرکز مخې ته احتجاجي غونډې د ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي وويل، د ګوند د ارباب غلام کاسي ايډوکيټ وژنه د پښتون قامي تحريک د پاﺭه لوی ﺯيان دی.

اصغر خان اڅکزي وروسته وي او اې ډیوه ته وویل،‌ احتجاج یې د اﺭباب غلام کاسي د قاتلانو د نيولو او د دغې پېښې د پلټنو د پاﺭه د جوډيشل کميشن د غوښتنې لپاره کړی دی.

اصغر اڅکزی وایي‌ په پاکستنان کې د افغان کدوالو د نيولو لړۍ او په ﺯوﺭ له پاکستانه ايستل او بل طﺭف ته په ځایي خلکو باندې سرحدونه بندول او د دوی پر کاﺭوباﺭ بنديز لګول عوامي نيشنل ګوند ته منلو وړ خبرې نه دي:

"يوه کرايه داﺭ ته چې د جايداد مالک جواب وﺭکوي هغه ته هم يوه مياشت وخت وﺭکړي خو په دومره په نا انصافي سره دوی [افغان کډوال] واپس افغانستان ته لېږل د يوه قانون سره ورته خبره نه ده".

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ روانه اوونۍ ویلي وو، چې په پاکستان کې به هغو کډوالو ته د اوسېدو اجازه ور نه کړي چې په غیرقانوني توګه اوسېږي. حکومت ویلي دوی هغه خلک نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

د عوامي نيشنل ګوند مشر ارباب غلام کاسي ايډيوکېټ دﺭې وﺭځې مخکې په کچلاک سيمه کې په مرموز ډول ويشتل شوی او وژل سوی وو، ډاکټرانو ویلي وو چې هغه په سر کې په ډزو ویشتل شوی او د هغه وژنه یې قتل بللی وو.

عوامي نيشنل ګوند د دغې پېښې د پلټونو دپاﺭه هغه وخت په یوه وړه جرګه کې د جوډيشل کميشن جوړولو غوښتنه کړې او وایي بيا د بلوچستان ګوﺭنر د جوډيشل کميشن جوﺭولو اعلان وکړ. پر دغه اوسني احتجاج تر اوسه حکومت خپل ﺭدعمل نه دی ښکاﺭه کړی.

د چمن په احتجاج کې له عوامي نېشنل ګوند سره اين ډي ايم او د پښتونخوا ملي عوامي پاﺭټي «خوشحال» غړو هم ګډون دﺭلود، ددغو ګوندونو ځایي مشرانو هم احتجاجي غونډې ته په خپلو ويناوو کې له حکومته ددغې پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه.

په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند «خوشحال» صوبایي ډپټي سیکرټري حیات الله وي او اې ډیوه ته وویل، يوه طﺭف ته د پښتنو مشرانو وژنه ﺭوانه ده او بل طﺭف ته پر دوی د کاﺭوباﺭ دﺭواﺯې بندېږي:

"ﺯموﺯ پر پښتانه قام باندې يوه غميزه ﺭوانه ده، ددې سره ﺯموږ د باډﺭ مسله ده ﺯموږ اقتصاد ته ﺯيان ﺭسول کيږي، افغان کډوالو سره که پر پوله ظلم ﺭوان دی که د پاکستان په مختلفو ښاﺭونو کې دغه دې فوﺭي بند کړل شي".

عوامي نيشنل ګوند دغه احتجاجونه د ايالت په نوﺭو ښاﺭونو کې هم کړي دي چې مقصد يې د ګوند د مشر د وژنې په پيښه کې ککړ خلکو د نيولو دپاﺭه پر نګران حکومت فشاﺭ ﺭاوستل دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د ستمبر پر 20مه په خپاره شوي سرکاري بيان کې د ارباب غلام کاسي د مرګ پېښه غندلې وه او ليکلي يې وو، په پېښه کې لاس لرونکي به د قانون له منګولو خلاص نه شي، په بيان کې زياته شوې وه چې د دوښمن قوتونو له لوري د صوبې د امن د خرابولو ټولې هڅې به ناکامه کوي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG