د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتن یاهو وایي، هېواد یې د هغه تاریخي پرمختګ "وروستۍ څوکې" ته رسېدلی دی چې له سعودي عرب سره د امن تړون ته به لاره هواره کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دې تړون ته په رسېدو کې یې له کومو خنډونه سره مخ دي.
بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته شاوخوا 25 منټه وینا وکړه، چې لهجه یې له هیلو ډکه وه او ګډونوالو ته یې ځینې متضادې نقشې ښکاره کړې، چې پکې ښکارېده اسرایل د جوړېدو په وخت په 1948م کال کې څومره یواځې وو.
په هغه وخت کې یواځې شپږ هېوادونه وو چې له اسرایل سره یې اړیکې عادي کړې وې او په هغوی کې هم څلور هغه ملکونه وو چې په 2020م کال کې یې د ابراهم تړونونو له مخې همداسې وکړل.
ښاغلي نتنیاهو وویل، په دې کې شک نه شته چې ابراهم تړونونه د امن د یو نوي دور د پیلېدو زېری دی خو وایي دی فکر کوي چې دا وخت دوی یو بل ډرامایي پرمختګ ته نیزدې شوي دي:
"دا [پرمختګ] د اسرایل او سعودي تر منځ تاریخي سوله ده، د اسرایل او سعودي تر منځ سوله به په ریښتینې معنا بېخي یو نوی منځنی ختیځ جوړ کړي".
د داسې یو تړون په مخ کې ډېر خنډونه دي، چې یو پکې د سعودي عرب دا غوښتنه ده چې وایي د فلسطیني ریاست په جوړولو کې دې پرمختګ وشي او دا د نتنیاهو د حکومت لپاره یو ګران کار دی، ځکه چې دا د اسرایلو په تاریخ کې یو ډېر سخت مذهبي او ملتپال حکومت دی.
سعودي له امریکې سره هم یو داسې دفاعي تړون کول غواړي چې په بنیاد یې خپل ملکي ایټمي پروګرام ته وده ورکړي او دې کار له ایران سره د وسلوالې سیالۍ ویره پیدا کړې ده.
نتنیاهو د جمعې په ماښام فاکس نیوز ته وویل چې له سعودي سره یې د سولې د تړون لپاره "د موقعې کړکۍ" راتلونکې څو میاشتې دي، ځکه چې وایي "که موږ دا [تړون] په راتلونکو څو میاشتو کې تر لاسه نه کړ نو کېدای شي څو کاله یې وځنډوو".
د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه اوونۍ فاکس نیوز ته په یوه مرکه کې ویلي، چې دواړه لوري یو تړون ته نیزدې شوي دي، خو د امریکې په منځګړتوب خبرو اترو په اړه یې نور تفصیل ور نه کړ او دې خبرې یې هم ډډه وکړي چې سعودي د فلسطینیانو لپاره په حقیقت کې څه تر لاسه کول غواړي.
د اسرایل وزیراعظم وایي "فلسطینيان له یوې پراخې سولې ډېره ګټه تر لاسه کولای شي، دوی باید د دې [تړون] د بهیر برخه شي او باید د ویټو کولو حق ور نه کړل شي".
د فلسطین صدر محمود عباس د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د اسرایل او سعودي عرب تر منځ تړون ته د رسېدو لپاره د هڅو څه حواله ور نه کړه، خو ویې ویل چې د اسرایلو او فلسطین تر منځ شخړه د ابراهم تړونونو تر دستخط کولو وروسته زیاته شوې ده.
Forum