لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ نه دقامي اسمبلۍ پخوانی غړی ګل ظفر خان پولیسو دغبن مقدمه کې نیولی دی


د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی ګل ظفر خان تېره شپه پولیسو د غبن په یوه مبینه مقدمه کې دهغه د کور نه نیولی دی.

د قبایلي ضلعې باجوړ د پولیسو مشر یا ډي پي او نزیز خان د ګل ظفر خان د نیول کېدو پخلی کړی اؤ بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته یې ویلي دي چې نوموړی د انټي کرپشن په یوه مقدمه کې نیول شوی اؤ دا مهال د خار د پولیسو په ولکه کې دی.

د اتوار په ورځ د پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دتحریک انصاف ګوند په پخواني ایم این ای تور دی چې د تعلیم محکمه کې یې په غیرقانوني توګه د کلاس فور ملازمان بهرتي کړي دي اؤ هم په دغه مقدمه کې تېره شپه د تیمرګرې د انټي کرپشن چارواکو د پولیسو په مرسته ګل ظفر باجوړ کې له خپل کوره نیولی دی.

د ګل ظفر خان ورور سلطان روم ویلي د ګل ظفر په نیولو پسې ګڼ شمیر امنیتي مامورین په سپینو جامو کې دهغه کور ته ورغلي اؤ تور یې لګولی چې د کور دننه یې مېرمنې هم ځورولې دي.

په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ د ګل ظفر خان د رسمي پاڼې نه خپور کړي خپل یو بیان کې سلطان روم ویلي دي دا مهال هیواد نه قانون په بشپړ ډول ختم شوی اؤ د ځنګل قانون پکې پځای دی.

هغه ویلي چې ټولې ادارې مفلوج شوي دعمران خان،دهغه دملګرو اؤ پي ټي‌ آی پرضد یې د بر بریت بازار ګرم کړی دی.

نوموړي ویلي دي چې داسې رقم اقدامات د هغوي حوصلې نه شي ماتولی اؤ دحقیقي ازادۍ مبارزې ته به دوام ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو د ګل ظفر خان یوه لنډه ویډیو هم خپره شوې ده چې پکې لیدل کیږي هغه په حوالات یا زندان کې ولاړ دی اؤ د عمران خان په مخاطب کولو سره وایي "خان په تا د ځان قربانولو خلک بې شمېره دي"

په ګل ظفر تر دې وړاندې د نهم مئ د اړي ګړي پېښو کې د لاس لرنې مقدمه هم درج شوې وه خو سرچینې وایي په دغه مقدمه کې هغه د ګرفتارۍ نه ځان په ډډه کړی ؤ اؤ زیاتره به یې د باجوړ نه بهر شپې کولې .

په نهم مئ د تحریک انصاف ګوند فعالینو دهیواد بیلابیلو برخو کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال په پېښور اؤ نورو ښارونو کې دولتي ودانیو اؤ‌ پوځي تنصیباتو ته اورونه لګول شوي وؤ.

وروسته حکومت اؤ پوځ اعلان کړی ؤ چې د نهم مئ پېښو کې د لاس لرونکو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان پخپله هم دا مهال د سایفر په مقدمه کې بندیوان اؤ د اټک په زندان کې پروت دی.

ددې ترڅنګ د تحریک انصاف ګڼ شمیر نور مشران اؤ فعالین هم په بیلابیلو مقدمو کې نیول شوي‌ اؤ زندانونو ته اچول شوي دي.

عمران خان وایي د هغه د ګوند د مشرانو اؤ فعالینو د نیولو مقصد راتلونکو انتخاباتو نه دده د ګوند د بهر ساتلو هڅه ده خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره ورځ نړیوالې خبري ادارې ای پي سره یوه مرکه کې ویلي چې الیکشن کول د حکومت نه بلکې د الیکشن کمیشن کار دی اؤ دده حکومت هیڅ اراده نه لري چې تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو نه بهر وساتي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG