حماس ډلې او د بېړنیو مرستو کارکوونکي وایي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ اسرایلي عسکرو په مقبوضه لویدیځه غاړه یا وېسټ بنک کې د کډوالو په یو کېمپ باندې د چاپې پر مهال، د یو وسله وال په شمول، دوه فلسطینیان وژلي دي.
شاهدان وایي چې اسرایلي ځواکونو د اتوار ورځې په لومړیو ساعتونو کې طولکرم ښار ته نږدې په نور شمس کېمپ باندې چاپه ووهله او قریب یوه ګنټه یې د فلسطیني جنګیالیو سره جګړه وکړه.
د اسرایل پوځ ویلي دي چې هغو په نوموړي کېمپ کې "د ترهګرۍ ضد فعالیت" ترسره کړی، د عملیاتي کمانډ یو مرکز یې ویجاړ کړی چې په کې کمپیوټرونه او سروېلانس کېمرې موجودې وې، او په لسهاوو چاودېدونکي آلات او د بم جوړولو توکي یې موندلي دي.
د اسرایل د پوځ په بیان کې ویل شوي: "د دې فعالیت په مهال، شکمنو وګړو ډزې پیل کړې او په ځواکونو باندې یې چاودېدونکې آلې وغورځولې، چې ځواکونو هم جوابیه ډزې وکړې. ويشتل شوي کسان وپېژندل شول."
پوځ زیاته کړې چې په دې لړ کې د دوی یو عسکر هم لږ غوندې زخمي شوی دی.
حماس ډله چې اصل کې یې واک اختیار په غزه تراډه کې دی خو اوس لویدیځې غاړې ته هم خپل اثررسوخ پراخول غواړي، ویلي دي چې د اسرایلو په چاپه کې یو وژل شوی تن، ۲۱ کلن عصید ابو علي و چې د حماس ډلې د مسلح څانګې غړی و.
د دویم وژل شوي تن، ۳۲ کلن عبدالرحمن ابو دغاش کورنۍ ویلي دي چې هغه د خپل کور په بام ختلی و چې وګوري څه روان دي، او په دې مهال یو سنایپر هغه په ګولۍ وویشت.
د هغه ورور، مؤمن ابو دغاش وویل: "هغه په بام وخوت چې د اېمبولنسونو تصویرونه وباسي. هغه لا سم څه نه و لیدلي چې سنایپر یا نښه ویشتونکي ورباندې ډز وکړ. هغه د دې مسئلو سره هېڅ تعلق نه درلود. ماشومان یې درلودل او د ښځې یې اوس بل ماشوم هم په نس دی."
د اسرایلي ځواکونو له اړخه د دغې دعوې په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلی شوي.
په لویدیځه غاړه کې تشدد د تېر څه باندې یو کال راهېسي روان دی چې په لړ کې یې اسرایل پوځي چاپې سېوا کړي، په فلسطیني کلیو باندې د نویو آباد شوو یهودیانو حملې زیاتې شوي، او په اسرایلیانو باندې د فلسطینیانو په حملو کې هم اضافه راغلې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري، په نور شمس کېمپ کې قریب دیارلس نیم زره کډوال رېجسټر کړي او دا د هغو فلسطینیانو اولادونه دي چې د اسرایل د جوړېدو په وخت، کال ۱۹۴۸ کې له خپلو کورونو کډه شوي و.
په یوه بله پېښه کې، د اسرایل پوځ ویلي دي چې په لویديځه غاړه کې یې له بئر زیت پوهنتون نه ۸ تنه طالب علمان ګرفتاره کړي دي. اسرایل وایي چې دغو کسانو د حماس ډلې سره رابطه درلوده او په نږدې آینده کې یې د کومې حملې خیال درلود.
Forum