د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ويلي، د عمران خان او تحریک انصاف ګوند نه بغېر یې هم په کې ملک کې منصفانه انتخابات کېدی شي. خو تحریک انصاف ګوند ویلي داسې انتخابات به د قبلولو وړ نه وي.
اېسوسي اېټټد پرېس سره په مرکه کې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، راتلونکي کال کې به په ملک کې انتخابات وشي، او نوموړي دغه امکان رد کړی دی چې ګنې پوځ به د عمران خان يا د هغه د ګوند د ماتې دپاره په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.
هغه ویلي، انتخابات کول د پوځ نه، د الېکشن کمېشن کار دی او د الېکشن کمېشن مشر د عمران خان په وخت کې هغه په خپله ټاکلی وو.
د پاکستان پوځ د راتلونکي کال 2024م د جنورۍ په وروستي اوونۍ کې د انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.
انوار الحق کاکړ ويلي، کله الېکشن کمېشن د انتخاباتو اعلان وکړي حکومت به ورته فنډونه، امنيت او نور وسايل ور برابروي.
د نوموړي نه پوښتنه شوې، هغه به د عمران خان د سزا غېر قانونه ګرځولو دپاره ججانو ته سپارښتنه وکړي چې هغه په انتخاباتو کې برخه واخلي؟ کاکړ ويلي، هغه به په عدالتي فېصلو کې لاسوهنه ونه کړي.
هغه ټينګار کړی عدليه د سیاست دپاره کارېدل نه دي پکار.
نوموړي ویلي، که عمران خان وي يا بل څوک سياستوال، څوک چې هم د سياست د لارې د ملکي قوانينو سرغړونه کوي پرضد به یې قانوني چلند کيږي سياسي توپيري چلند به د چا سره نه کيږي.
نوموړي ویلي، د عمران خان او د هغه د ګوند نه بغېر هم رڼې ټاکنې کېدی شي عمران خان په مې کې نيول شوی او د خپلو غېر قانونه حرکتونو له امله بند دی.
د نګران وزیراعظم بيان ته په غبرګون کې پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان يا تحریک انصاف ګوند نه بغېر که انتخابات وشو، هغه به غېر اييني، غېر قانوني او غېر اخلاقي وي او ولس به یې قبول نه کړي.
د اسلام اباد سيشن عدالت په پينځم اګست عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د پينځه کاله بند او يو لک روپو جرمانه اورولې وه. خو بيا په 29م اګست د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان سزا معطله کړې وه، خو عمران خان په بله قضيه کې په بند کې دی.
د عمران خان پرضد نورې مقدمې هم درج دي او د القادر ټرسټ او سايفر ترڅنګ یې پرضد د نهمې مقدمې هم روانې دي.
Forum