لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: قلعه عبدالله، چمن او پشين کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی


له افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، چمن ضلعو او د پشين په پينځو يونين کونسلو کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی دی.

بلوچستان صوبه کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، صوبه کې د پوليو ضد ځانګړی کمپاين په پشين کې له ناپاکو یا سخا اوبو څخه په اخستل شوو نمونو کې د پوليو وایرس معلومېدو وروسته کولی شي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام پينځه ورځې وړاندې ويلي وو، د پېښور نه په پينځم ستمبر او پشين نه په څلورم ستمبر د سخا يا خچنو اوبو څخه نمونې اخستل شوې او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه شوې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي وو.

ويل شوي وو ياد وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره تړاو درلود.

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې په 11م ځل د پوليو وايرس معلوم شوي او بلوچستان کې د اپرېل وروسته په لومړی ځل د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

د صحت مرکزي وزير نديم جان ویلي وو، د پولې پورې غاړې ته د وايرسو موجودګي د هر ماشوم دپاره خطره ده.

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، بلوچستان کې له نن څخه پېل شوي کمپاين کې به يو لک 52000 ماشومانو ته د پوليو څاڅکي او انجکشنې ورکولی شي.

ويل شوي د پشين په پاتې يونين کونسلو او د صوبې په نورو برخو کې به د اکتوبر له دوهمې څخه د پوليو ضد کمپاين پېل کيږي.

د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي، بلوچستان صوبه کې د خوښۍ خبره دا ده چې د کال 2021م د جنورۍ وروسته بلوچستان صوبه کې تراوسه پورې پوليو وايرس يو ماشوم هم نه دی معذوره کړی.

خو زياته شوې، چې په پشين کې په ماحولياتي نمونو کې د وایرسو موجودګي د ټولو ماشومانو او په ځانګړي ډول قلعه عبدالله، پشين او ژوب کې د ماشومانو دپاره غټه خطره ده.

د پوليو چارواکو په مېندو او پلرونو غږ کړی چې کمپاين کې د پوليو له ټيمونو سره پوره مرسته وکړي او د پينځو کالو نه کم عمر ټول ماشومان ويکسين کړي.

د پوليو مخنيوي پروګرام ترمخه، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښې مخې ته راغلي او 24 مثبتې ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.

ويل شوي افغانستان کې سږ کال د پوليو پينځه پېښې او 33 مثبتې ماحولياتي نمونې معلومې شوي دي.

پاکستان کې له دې وړاندې له پېښور سربېره په لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG