لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس کمېټۍ د صدر بایډن خلاف د مواخذې تحقیقات شروع کړل


واشنګټن - د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېیوز یوې کمېټۍ د صدر جوبایډن خلاف په دې لړ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مواخذې تحقیقات شروع کړل چې هغه د خپل زوي هنټر بایډن د ۲۰ مېلین ډالرو غیر ملکي کاروباري چارو نه ګټه ترلاسه کړې ده.

د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت د کمېټۍ مشر وویل چې امریکایان حق لري چې معلوم کړي چې ایا بایډن د زوي له کاروباري چارو څخه ګټه اخیستې ده او که نه؟ بایډن د ډېموکرېټک پارټۍ په ټېکټ ټاکل شوی دی.

د هاوس د اور سایټ یا د څارنې کمېټۍ مشر جېمز کومر وویل چې د بایډن د کورنۍ نهو غړو د ۲۰۱۴ نه تر د ۲۰۱۹ پورې په اوکراین او چین کې د هنټر بایډن له کاروباره نغدې پېسې ترلاسه کړي دي.

کومر پوښتنه وکړه چې "بایډنز (د بایډن کورنۍ) څه پلورل؟"

کومر وویل امریکایان د دې "کرپشن" په اړه د احتساب غوښتنه کوي.

کومر نېغ په نېغه په بایډن د څه غلط کار تور و نه لګولو او صدر ویلي چې د زوي د سمندر پورې کاروبار سره څه تړون نه لري او نه یې هم ترې څه ګټه ترلاسه کړې ده.

څو هفتې مخکې بایډن په هغه د تور په اړه په خندا کې وویل چې د بېنک اکاونټ یې د زوي په پېسو ډک شوی دی خو "پېسې چېرته دی؟"

خو داسې ثبوتونه مخې ته راغلي دي چې د بایډن ۵۳ کلن زوي به د خپلو کاروباري ملګرو سره د ډوډۍ په موقع د رېسټورانټونو نه پلار ته اکثر ټېلې فونونه کړي دي. داسې ګنل کېږي چې هنټر به دغه ټېلې فونونه په دې غرض کول چې کاروباري ملګري په واشنګټن کې د سیاسي اثر او رسوخ نه متاثر کړي.

د هنټر بایډن یو ملګري ډېون ارچر دا بیان ورکړی دی چې د بایډن او هنټر ټېلې فون خبرې به د کاروباري معاملاتو په باره کې نه وې بلکې پلار او زوي به د موسم او د هغو لرې پرتو سیمو په جغرافیه خبرې کولې چې هنټر او د هغه ملګرو به په کې ډوډۍ خوړله.

د بایډن په اړه تحقیقات کوونکي کمېټۍ کې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ غړي جی مي رسکېن د صدر خلاف معمولي ثبوت هم نشته.

د کمېټۍ د کار شروع کېدو نه مخکې د ريپېلېکن پارټۍ غړي کومر وویل کمېټي به هغه نوی ثبوتونه وړاندې کوي چې تر اوسه پورې معلوم کړی شوي دي او د بایډن کورنۍ د احتمالي جرمونو په اړه به د قانوني او د مالي چارو د ماهرینو رای اخلي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان پېیر د دې میاشتې په شروع کې خبریالانو ته وویل د بایډن د مواخذې دپاره د ريپبلېکنز کوښښ بې بنیاده دی او ريپبلېکنز خپله د ځان دفاع هم نه شي کولی.

د وایټ هاوس ترجمانې وویل د صدر خلاف څه ثبوت وجود نه لري. هغې د مواخذې تحقیقات سیاسي لوبه وبلله.

په هاوس کې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ اکثریت دی او د هاوس سپېکر کېوېن مېکارتي دا میاشت د بایډن خلاف د تحقیقاتو اعلان کړی و چې زیاته توجه به پکې د هنټر بایډن غیرملکي کاروباري چارو ته کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG