د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې حکومت یې فیصله کړې ده ټول هغه افغانان او نور بهرنیان چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسیږي، له ملک نه په زوره وباسي.
په دې ګام سره به شاوخوا یو میلین افغانان اغېزمن شي، په شمول د هغو کسانو چې دوه کاله سختدریځه د طالبانو د واکمنېدو وروستو یې له افغانستانه پاکستان ته پناه وړې ده.
ملګرو ملتونو ته د دې پلان په وجه تشویش پیدا شوی، ځکه دې کې به هغه افغانان چې په نړېواله کچه د تحفظ په لټه کې دي، هم اغېزمن شي. د ملګرو ملتونو یو چارواکي د دې موضوع په اړه د وي او اې سره خبرو کې وویل، که هغه افغانان په جبر خپل وطن ته ستانه کړی شي، نو ژوند او یا آزادي به یې په خطره کې ولوېږي.
د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني په اسلام آباد کې یو خبري کنفرنس ته وویل: «دغه نوې تګلاره چې د کابینې لخوا منظوره شوې، صرف د افغانانو په باب نده، د مختلفو ملکونو ټولو هغو وګړو په باب ده چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسیږي.»
جیلاني زیاته کړه چې رېجسټر شوو افغان کډوالو او هغو کسانو ته چې په قانوني توګه پاکستان کې اوسیږي، د پاکستان نه د وتلو څه ونه ویل شي، «مګر هغه کسان چې په غیرقانوني ډول دلته راغلي، که هغه افغانان وي او که د کوم بل ملک شهریان، هغوی ته به خپلو اړوندو ملکونو ته بېرته تلل وي. مونږ به دا پالیسي په کلکه عملي کړو.»
په اسلام آباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو هائي کمېشنرۍ ترجمان قیصر خان افریدي وي او اې ته وویل چې نوموړې اداره د دغې نوې پالیسۍ په اړه د پاکستاني چارواکو نه «د وضاحت غوښتنه» کوي.
ښاغلي افریدي یادونه وکړه چې پاکستان "لسهاوو کلونه په سخاوت سره د کډوالو کوربه پاته شوی"، او دا کردار یې په دنیا کې ستایلی کیږي، مګر د دې سخاوت په برابرۍ سره ډېر نور شیان شته چې باید ترسره شي. هغه وویل: «د هر ډول کډوال واپسي باید رضاکارانه وي، د هېڅ قسمه فشار بغیر، تر څو د هغو کسانو دپاره چې د خونديتوب په لټه کې دي، تحفظ یقیني کړی شي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترجمان قیصر افریدي همدا راز وویل: «یو اېن اېچ سي آر آماده ده د داسې یو میکانیزم یا طریقه کار په مهیا کولو کې چې د پاکستان په خاوره کې نړېوال تحفظ ته اړ کسان رېجسټر او انتظام یې وشي، د پاکستان سره مرسته وکړي.»
تر هغو چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان قبضه ولګوله، پاکستان د قریب اووه ویشت لکو (۲.۷ میلینو) افغان کډوالو کوربه و. په دې کې ۱.۳ مېلینه رېجسټر شوي کډوال او اته لکه و اتیا زره نور کډوال چې سرکاري دستاوېزات یې درلودل، شامل و. پاته نور یې هغه کډوال و چې قانوني دستاوېزات ورسره نه و.
کابل باندې د طالبانو د واکمنېدو د وجې، د کډوالو یوه نوې چپه راپیدا کړله او څه باندې اووه لکه افغانان پاکستان ته ولاړل.
د اندازې تر مخې له هغه وخته تر اوسه شاوخوا دوه لکه افغانان چې پخوا یې د امریکا په مشرۍ نړېوالو ځواکونو سره کار کړی و، د کډوالو د ځانګړو پروګرامونو لاندې امریکا یا د یورپي اتحاد ملکونو ته تللي دي.
پاکستاني چارواکي وایي، په پاته شوو افغانانو کې اکثره یې داسې دي چې یا په غیرقانوني توګه د سرحد نه تېر شوي پاکستان ته تللي او یا یې په پاکستان کې د ویزې موده ختمه شوې ده.
Forum