لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ږوب: د ټي ټي پي د وسله والو او پوځ‌ ترمنځ نښته کې څلور پوځيان او درې ترهګر وژل شوي دي


د پاکستان پوځ ادعا کړې چې له افغانستان نه پاکستان ته د ټي ټي پي د ترهګرو د را اوښتو په مهال د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې څلور پوځيان اؤ درې ترهګر وژل شوي دي.

پوځ دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان له خاورې نه یې پاکستان کې د ټي ټي پي د مداخلې هڅه ناکامه کړې ده.

د پوځ د ویاندې ادارې آی ایس پي ار د بیان له مخې دا پېښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په ږوب سیمه کې د افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې تر څنګ رامنځ ته شوې ده.

پوځ ویلي د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان نه پاکستان ته راروان وؤ‌ چې د سمبازه سیمې ترڅنګ امنیتي ځواکونو د هغوي مخه نیولې ده.

د پوځ‌ په وینا په دغه مهال د دواړو خواو تر منځ شوې نښته کې درې ترهګر وژل شوي اؤ څو نور ژوبل شوي هم دي.

پوځ نښته کې د څلورو پوځیانو وژنه هم تایید کړې ده چې پېژندګلو یې د حوالدار ستار، لانس نایک شیر اعظم، لانس نایک عدنان اور سپاهي ندیم په نومونو سره شوې ده.

ترهګرې ډلې ټي ټي پي لا د دې نښتې په اړوند څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې ترهګریز بریدونه یو وارې بیا چټک شوي چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ ترهګره ډله داعش په غاړه اخلي.

نن د جمعې‌ په ورځ هم د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د میلاد النبي په مناسبت راجوړ شوي یو جلوس کې چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا د یو پولیس افسر په ګډون پکې ۵۲ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

ټي ټي پي د مستونګ د ننۍ چاودنې پړه نه ده منلې.

په 14 ستمبر هم مستونګ سيمه کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علماء اسلام ف د يو مشر حافط حمدالله په ګاډي شوې چاودنه شوې چې پکې د حافظ حمدالله په ګډون لږ تر لږه 11 کسان ژوبل شوي وو. داعش د دغه چاودنې زمه واري منلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کې ویلي وو چې په بلوچستان کې د ناامنۍ حالات قابو کول به یې لمړی هدف وي.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز د رپوټ ترمخه سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پیښې رپوټ شوې وې چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.

په رپوټ کې ويل شوي، د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.

د رپوټ ترمخه بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې او بلوچستان صوبه کې له دغې نه د وړاندينۍ میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصده او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصده زیاته شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG