د افغانستان د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه زوي شهزاده میرویس ظاهر د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د جمعې په ورځ په کابل کې وفات شوی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شهزاده میرویس ظاهر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې اؤ دا یې یوه ستره ضایعه بللې ده.
په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ حامد کرزي د شهزاده میرویس ظاهر د مړینې خبر خپور کړی اؤ لیکلي یې دي شهزاده میرویس یو وطن دوسته، ځېرک اؤ هوښیار شخصیت و چې مړینه یې ستره ضایعه ده.
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر عمر زاخیلوال هم د پخواني پاچا د زوي په مړینه خواشیني ښودلې ده اؤ په ایکس رسنۍ یې لیکلي" مرحوم ډیر حلیم وطندوسته، خیر اندیشه او خیرخواه ملګری شخص ؤ، هسک څښتن تعالی دې نوموړي ته جنتونه او غم ځپلې کورنۍ ته دې یې زغم او جمیل صبر ورکړي"
تر دې وړاندې پروسکال د اپریل په میاشت کې هم د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه یو بل زوي محمد نادر ظاهر د ایټالیا په روم ښار کې وفات شوی ؤ.
تر هغې وړاندې په دسمبر کال 2021م کې د پخواني پاچا لور شهزادګۍ مریم نعیم هم په کابل کې وفات شوې وه.
په رسنیو کې مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ټول اته اولادونه لرل چې هغو کې شپږ زامن اؤ دوه یې لوڼه وې.
مشرۍ لور شهزادګۍ بلقیس اؤ زوي یې شهزاده محمد اکبر پخوا وفات شوي وؤ.
د محمد ظاهر شاه زیاتره بچیان له لسیزو راهیسې په ایټالیا کې اوسېدل خو کله چې پخوانی پاچا په کال 2002م کې بېرته افغانستان ته راوګرځېدو نو تر هغې وروسته یې ځېنې اولادونه هم بېرته خپل هیواد ته راغلل اؤ په کابل کې یې ژوند پیل کړو.
د محمد ظاهر شاه اولادونو په سیاسي چارو کې له هر ډول لاس وهنې ډډه کوله.
Forum