د ترکي په پلازمینه انقره کې نن د اتوار/یکشنبې (اکټوبر لومړۍ) په سهار د کورنیو چارو وزارت مخې ته یوه ځانمرګې چاودنه وشوه چي د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، دوه امنیتي ساتونکي په کې ژوبل شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا یو ترهګریز برید وو او په وینا یې ځانمرګي په یو موټر کې ځان د وزارت مخې ته رسولی وو.
د اې پي خبري ادارې د رپورټ ترمخه، یو ځان الوزولی او بل په ډزو کی وژل شوی. تر اوسه پورې د برید پړه له چا په ځان نه ده اخیستې.
دا چاودنه څو ګنټې مخکې تر هغه وشوه چې ټاکل شوې وه د ترکیې پارلېمان د درې میاشتې چهټۍ وروستو، د صدر رجب طیب اردوان په وینا بیا پرانېستلی شي.
صدر اردوان د چاودنې د پېښې وروستو پخپل تقریر کې وویل چې "ملک کې دننه او بهر" د ترهګرو د ټولو وګړو تر ختمولو پورې به خپله پرعزمه مبارزه جاري وساتي. هغه زیاته کړه چې ترکیه به پرېنږدي چې ترهګر یې سیاستونه ورته وټاکي.
اردوان زیاته کړه: "د نن سهار حمله، چې په کې زمونږ د امنیتي ځواکونو پروخت مداخلت په نتیجه کې دوه شرور کسان له منځه یووړل شول، د ترهګرۍ وروستۍ سلګۍ دي. هغه شرارت پیشه کسان چې زمونږ د شهریانو امن او سوله یې په نښه کوله، خپل هدف ته ونه رسېدل او نه هېڅکله به هم ونه رسیږي."
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي يرلیکایا په خپل ایکس (ټویټر پاڼه) لیکلي چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ سهار په ۹:۳۰ بجې دوه ترهګرو په یو موټر کې د کورنیو چارو وزات مخې ته ځان رسولی او یو تن چې ځان پوری یې چاودیدونکي مواد تړلي وو د یاد وزارت مخې ته یې برید کړې چې له وجې یې مرګ ژوبله هم اووښتې ده.
ښاغلي یرلیکایا لیکلي: "یو ترهګر ځان پورې تړلي مواد چاودولي او د دویم ترهګر برید شنډ شوی.”
دا چاودنه چې کوم ځای کې شوې، د رسنیو د رپورټونو ترمخه د ترکیې د پارلیمان نه هم قریب نیم میل کې ده چرته چې نن ترکي صدر د پارلیمان پرانیست غونډې ته وینا پیل کړې.
یاده دې وي په انقره کې تیر کال هم په یو عام ځای کې برید شوی وو چې په کې دوه ماشومانو په شمول، شپږ تنه وژل شوي وو او نور ۸۰ کسان پهکې زخمیان شوي وو. د یاد برید ذمه واري غیر قاني ډلې پي کې کې (PKK) منلی وه.
Forum