لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ایوان نمایندګان کېوېن مکارتي د سپیکر د څوکۍ نه لرې کړو


مکارتي د جنورۍ په میاشت کې د ایوان نمایندګان سپیکر ټاکل شوی وو
مکارتي د جنورۍ په میاشت کې د ایوان نمایندګان سپیکر ټاکل شوی وو

د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره، د امریکا د ایوان نمایندګان غړو د ګل-سه شنبې په ورځ د ایوان نمایندګان سپیکر د څوکۍ نه لیرې کړو.

ایوان نمایندګان چې ریپبلېکن ګوند پکې اکثریت لري کېوین مکارتي د خپلې څوکۍ نه ۲۱۶ غړو د ۲۱۰ غړو په مقابل کې د سپیکر د څوکۍ نه د لیرې کولو په حق کې رایې ورکړې.

په راتلونکې اونۍ کې د نوي سپیکر د انتخاب پورې په ایوان نمایندګان کې ووټنګ نشي کېدی.

د ایوان نمایندګان ریپبلېکن ګوند غړي مېټ ګیټس د ګل -دوشنبې په ورځ سپیکر مکارتي د سپیکر د څوکۍ نه د لرې کولو دپاره یو تحریک یا خواست جمع کړی وو.

میټ ګیټس د سپیکر کېوېن مکارتي د مشرۍ نه خوشحاله نه وو، وروسته له هغه چې مکارتي تېره اونۍ د محافظه کار لګښتونو لومړیتوبونو سره د حکومت لنډ مهاله بجټ منظورولو کې پاتې راغی.

د مکارتي د لېرې کولو دپاره رایې د ایوان نمایندګان په 435 غړو کې ساده اکثریت ته ضرورت لرلو. ریپبلېکنز په ایوان نمایندګان کې د 221 څوکۍ لري او ډیموکریټ ګوند212 څوکۍ لري او د دغه ایوان کنټرول د ریپبلېکنز په لاسونو کې دی.

د دې وړاندې د امریکا د ایوان نمایندګان هېڅ یو سپیکر د خپلې څوکۍ نه دی لري کړی شوی.


کېوېن مکارتي د نهې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو : ” که زه حساب ولګوم چې څو ځله یو چا وغوښتل چې ما لرې کړي نو زه به ډېر وخت مخکې تللی وی. “

د نهې په ورځ د ایوان نمایندګان ریپبلېکن غړي ټام کول په خپله وینا کې ریپیلېکن همکارانو ته خبرداری ورکړو ”چې مخکې د دې چې تاسو مونږ بحران سره مخ کړئ ، په غور سره فکر وکړئ چې مونږ که چیرې د سپیکر څوکۍ خالي کړو نو مونږ په دغه طرف راون یو “.

ګیتس ایوان نمایندګان کې د بحث پر مهال ځواب ورکړو او وویل: "زه فکر نه کوم چې د کېوېن مکارتي خلاف ووټ ورکول بحران یا ګډوډي ده. . زما په خیال د 33 ټریلینه ډالرو قرض بحران دی. زما په خیال چې د 2.2 ټریلینه ډالرو کلنۍ خساره سره مخ کیدل بحران دی. زما په خیال د واحد موضوع لګښتونو مسوده نه منظورول بحران دی."

د ایوان نمایندګان یو بل ریپبلېکن غړي باب ګډ د نهې په ورځ په ایوان نمایندګان کې د وینا په وخت د ایوان غړو وغوښتل چې مکارتي د خپلی څوکۍ لرې کړي او ویې ویل: "زمونږ کې ډېرو د سپیکر نه په مکرر ډول غوښتنه کړې وه چې هغه دی قرضونو حد لوړول د لګښتونو کمولو او اصلاحاتو دپاره وکاروي. خو د دې پرځای هغه د قرض حد کې نامحدود زیاتوالي باندې خبرې وکړی. "

مکارتي د جنورۍ په میاشت کې د ایوان نمایندګان سپیکر ټاکل شوی وو. هغه مهال هم ګیټس او ځینې نور رپپبلېکنر د سپیکر څوکۍ ته د هغه ودریدو مخالف وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG