لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې نوبل جایزې ګټلو ته د افغانې فعالې محبوبه سراج چانس څومره دی؟


محبوبه سراج د طالبانو د بیا واکمنه کېدو وروسته هم په افغانستان کې پاته شوه او د ښځو او جینکو د حقونو دپاره یې آواز پورته کړ
محبوبه سراج د طالبانو د بیا واکمنه کېدو وروسته هم په افغانستان کې پاته شوه او د ښځو او جینکو د حقونو دپاره یې آواز پورته کړ

ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ (د اکټوبر په ۶مه نېټه) د پاکستان په وخت ماسپښین دوه بجې، په سویډن کې د نوبل د اکېډمۍ لخوا د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکی یا ګټونکې اعلان شي، او په هغو کسانو کې چې سږ کال دغې معتبرې جایزې ته نومل شوي دي، یوه یې هم د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج ده.

که چېرته محبوبه سراج د جمعې په ورځ ګټونکې اعلانه شي، نو دا به د افغانستان په تاریخ کې اول ځل وي چې یو تن، او هغه هم یوه ښځه، د نړۍ تر ټولو معتبره جایزه اخلي.

محبوبه سراج، چې د افغانستان د پخواني ترقيخواه پاچا امان الله خان د سلطنتي کورنۍ پورې اړه لري، د تعلیم، د ماشومانو او د ښځو د بشري حقونو د دفاع په برخو کې یوه فعاله پېژندل کیږي. هغه د ۲۶ کاله جلاوطنۍ وروسته په کال ۲۰۰۳ کې کابل ته ستنه شوله، او بیا په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمنه کېدو نه پس هم په کابل کې پاته شوه او د جینکو د تعلیم په حق کې یې آواز پورته کړ.

مېرمن سراج د افغانو ښځو د شبکې او د سولې او پیوستون دپاره د څېړنې د تنظیمونو مشره هم پاته شوې ده.

که څه هم د نوبل جایزې ګټونکي د رسمي اعلانه پورې یې چا ته نه ښکاري او پېشګویي یې هم مشکله ده، خو په اوسلو کې د سولې د تحقیق انسټیټیوټ مشر هېنریک اورډال چې هرکال د خپلې اندازې ترمخه د سولې نوبل جایزې د کاندیدانو چانسونه ارزوي، سږکال یې هم یو شارټ لېست خپور کړی او په هغه کې یې اندازه لګولې ده چې د نوبل سولې جایزې په سږني کاندیدانو کې، د ګټلو د چانس پر بنیاد، د افغانستان نه مېرمن محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو کارکنه نرګس محمدي په مشترک ډول ممکن د ګټلو ښه چانس ولري، خو د ټایم مجلې ترمخه، هغوی په شپږم او اووم کتار کې دي.

د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي
د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي

ټایم مجلې د دې جایزې د ګټونکو د چانس اندازه کولو دپاره، هم د څېړونکي اورډال ارزونه، او هم د برطانیې د شرط تړلو یو ویب سایټ کتلی دی.

د ټایم مجلې اندازه لګولې چې د ایرانۍ فعالې نرګس محمدي د ګټلو چانس، 16.0 (یو په شپاړس) او د محبوبه سراج چانس 18.50 (یو په اتلس اعشاریه پېنځه) دی.

د ټایم مجلې په مضمون کې، د انصاف نړېوال عدالت (آی سي جې) هم د سږکال سولې نوبل جایزې یو اهم کاندید بلل شوی چې د ګټلو چانس یې قریب یو په لس (9.60) بلل شوی. د اورډال په شارټ لست کې د چانس له اړخه، دا په درېیم کتار کې راغلی، او هغه وایي چې نړېوال عدالت ممکن د ریاستونو ترمنځ د لانجو د حل کولو بنیادي طریقه عمل کې د کردار په خاطر یې د سولې نوبل جایزې حق دار وګڼل شي.

خو د سولې د نوبل جایزې د سږکال په امیدوارانو کې تر ټولو زیات چانس د اوکراین د صدر، ولودیمیر زېلنسکي دی. هغه پروسږکال (۲۰۲۲) د ټایم مجلې له خوا د کال شخص هم بلل شوی و.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي

د ټایم مجله وایي چې سږکال ولودیمیر زېلنسکي دپاره د نوبل جایزې ګټلو چانس څه باندې یو په درېیمه (3.20) دی.

که څه هم د زېلنسکي چانس غټ بلل شوی، مګر څېړونکي ورته ډېر خوشبینه نه ښکاري، او اورډال وایي چې که څه هم زېلنسکي او اوکراین یو منصفانه جګړه پرمخ وړي، خو دا به د نوبل کمیټې ته ډېره سخته وي چې په جنګ کې شامل یو مشر ته د سولې د نوبل جایزه ورکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG