لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل د سولې جایزه د بشري حقونو ایرانۍ فعالې نرګس محمدي‌ ته ورکړل شوه


واشنګټن - د نوبل د سولې جایزه سږ کال د بشري حقونو ایرانۍ فعالې او خبریالې نرګیس محمدي ته ورکړل شوه.

د نوبل کمېټې ویلي، چې مېرمن محمدي ته دا جایزه په ایران کې د ښځو د ځپل کېدو په وړاندې د مبارزې او د ټولو لپاره د بشري حقونو او ازادۍ غوښتلو له امله ورکړل شوې.

د نارويجين نوبل کميټۍ چيرپرسن بېرېټ ريس انډرسن په اوسلو کې دا اعلان د ايراني مبارزينو په فارسۍ ژبه د دې د شعارونو په تکرار سره وکړو چې "ښځه، ژوند او ازادي"

ریس انډرسن وویل، چې د ایران رژیم محمدي ۱۳ ځله بندي کړې، پنځه ځله یې محکومه کړې او ورته یې د ۳۱ کالو بند او ۱۵۴ درو سزا اورولې ده.

محمدي د ایران په ویرونکي ایون زندان کې بندي‌ وه.‌

ریس انډرسن وویل، چې د "ښځه، ژوند، ازادي" شعار د محمدي له کار سره ښه جوړېږي.

۵۱ کلنې مېرمن محمدي د سولې جایزه په ایران کې د یو کال راهیسې د روانو لاریونونو وروسته شوې چې اکثره ګډونوالې یې ښځې دي.

له ښځو سره د ناسم چلند په وړاندې په ایران کې په روانو لاریونونو کې په لکونو خلکو برخه اخیستې چې په ایران کې د حکومت پرضد د ۱۹۷۹ کال راهیسې تر ټولو لویې سیاسي مظاهرې دي.

دغه لاریونونه د ایران له پولیسو سره د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته راپارېدلي دي.

محمدي په ایران کې د بشري حقونو د دفاع کونکي مرکز مرستیاله مشره ده او د مرګ د سزا د له منځه وړلو پرضد یې کمپاین کاوه.

په ایران کې تر ټولو وروستیو لاریونونو کې هغې له ایون زندان څخه په یو لېږلي لیک کې له ملګروملتونو څخه غوښتي چې لاریون کونکو ته د مرګ د سزا ورکولو څخه دې ایران ودروي.

په سپټمبر کې هغې په نیویارک ټایزم باندې خپل نظر شریک کړی و. هغې لیکلي وو، "هغه څه چې حکومت پرې ښايي پوه نشي هغه دا دي څومره چې دوی مونږ بندیان کړي نو په هغې اندازه به مونږ نور ځواکمن کېږو."

ریس انډرسن د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې مېرمن محمدي ازاده کړي چې هغې ته دا جایزه په ډیسمبر کې په اوسلو کې د مراسمو په ترڅ کې په خپل لاس ورکړل شي.

په هغو کسانو کې چې سږ کال دغې معتبرې جایزې ته نومل شوي وو، یوه یې هم د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج وه.

د نوبل د سولې جایزه په نړۍ کې تر ټولو معتبره جایزه ده. دا جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې لخوا هغو کسانو او تنظیمونو ته ورکول کېږي چې د "سولې په وده" کې یې مرسته کړې وي.

د سږ کال د نوبل جایزې لپاره تر ۳۵۰ زیات کسان نومول شوي و خو نومونه یې د کمېټې لخوا نه دې په ډاګه کړای شوي.

په ۱۹۰۱ کال د نوبل جایزې له رامنځ ته کېدو راهیسې، تر اوسه ۱۱۰ کسانو او ۲۷ تنظیمونو ته ورکړل شوې.

د تېر کال ګټونکي د روس، اوکراین او بیلروس د بشري حقونو فعالان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG