د اوکراین چارواکي وایي روسي ځواکونو یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د هېواد په شمالي برخه کې پر یوه کالي هوایي بریدونه کړي چې وایي لږ تر لږه 51 تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
تر برید وروسته ډېر خلک ورک دي او ژغورونکي لا هم لګیا دي چې د نړېدلو ودانیو له خاورو خځلو مړي راوباسي او په وژل شویو کې هم ډېر کسان لا ځکه نه دي پېژندل شوي چې جسدونه یې سوځېدلي دي.
رپوټونو وایي چې نن د جمعې په ورځ سهار وختي بیا په هماغه ښار کې روسي میزایل بریدونه شوي چې وایي یو لس کلن ماشوم او د هغه انا (نیا) پکې وژل شوي. صدر ولادیمیر زلنسکي وایي په دې برید کې 20 تنه ټپیان شوي هم دي.
د اوکراین د صدر دفتر مشر اندري یرمک او د خارکیف ګورنر اولیه سینیهیبوو ویلي، د پرونۍ ورځي په سهارني برید کې د خارکیف سیمې په هروز کلي کې یو دوکان او یوه کافي شاپ په نخښه شوي دي.
چارواکي وایي په دې برید کې یو شپږکلن ماشوم وژل شوی او یو بل ماشوم ټپي شوی هم دی.
70 کلن ولادیمیر موخواتي وایي په برید کې یې زوی وژل شوی، خو ښځه او نږور یې تر برید وروسته ورکې دي او دی ورپسې لټون کوي هیله لري چې هغوی به ژوندۍ وي. هغه وویل:
"زوی مې پیدا شو، سر یې هم نه شته، لاسونه یې هم نه شته او پښې یې هم نه شته، هېڅ یې هم نه شته او هغوی له خپلو اسنادو پېژندلی دی. ما له خپلې ښځې سره 48 کاله ژوند وکړ. زه به یواځې ډېر وخت ژوندی پاته نه شم".
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهو کلیمینکو ویلي، 60 کسان د یو کلیوال تر مړينې وروسته د هغه د ښخېدو مراسمو ته راټول شوي وو چې دا برید وشو.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلسنکي د دې برید په وخت په سپېن کې وو، چې غواړي د یورپي هېوادونو د 50 مشرانو په غونډه کې هغوی له اوکراین سره نورو پوځي مرستو ته وهڅوي.
ښاغلي زلنسکي دا برید غندلی او پر ایکس [مخکیني ټویټر] یې د پېښې عکسونه خپاره کړي دي چې پکې لیدل کېږي یوه ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او ورانه ویجاړه ده. زلنسکي ویلي دا برید قصدي وحشيانه بللی دی:
"د روس ترهګري باید ودرول شي. هغه ټول ه کسان مرجمان دي چې په روس باندې د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته کوي. څوک چې د روس ملاتړ ته دوام ورکوي د شر ملاتړ کوي".
د اوکراین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم مشرې ډینیز براون دا برید غندلی دی، هغې ویلي چې برید حیرانه کړې ده او د پېښې تصویرونه یې "وحشتناک" بللي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د اوکراین پر دې کلي دغه بریدونه روسي ځواکونو کړي که نه، خو روس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Forum