اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د اسرایل د بیړنۍ مرستو ادارې یو کارکونکي له قوله ویلي د حماس ډلې لخوا په اسرایل شوي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ اسرایلیان وژل شوي او تر ۱۱۰۰ پورې ژوبل شوي.
د فلسطین حماس وسله والې ډلې د خالي/ شنبې په ورځ د غزه پټې سره نژدې په اسرایلي ښارونو باندې زرګونو راکټونه ویشتلي او ګڼ شمېر وسله والو هم په دغه ښارونو بریدونه کړي.
د حماس لخوا دا برید په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو خونړې برید بلل کیږي. دغه بریدونه د یهودیانو یو ځانګړې رخصتۍ په ورځ سهر وختي ترسره شوي.
د اسرایل لخوا د غزه په پټۍ ځوابي بریدونو کې د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه لږ تر لږه ۱۹۸ فلسطینیان وژل شوي او د ۱۶۶ نه زیات ژوبل شوي.
د یادو بریدونو وروسته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو هیوادوالو ته ویلي، اسرایل د حماس د وسله والو سره چې د غزه په پټۍ حکمراني کوي په جګړه کې دی. د اسرایلو وزیر اعظم په خپله وینا کې چې په ټیليویژنونو خپریدله وویل چې دا یو اپریشن یا عملیات نه دي بلکه بشپره جګړه ده.
د اسرایلو وزیر اعظم په خپله دې لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې حماس به هغه قیمت ادا کړي چې سوچ یې هم نه دی کړی. ښاغلي دې سره د خپل محفوظ ساتل شوي ریزرویسټو محافظینو د راغوښتلو امر هم وکړ.
همدغه راز یې خپل پوځ ته حکم ورکړی چې د حماس د وسله والو څخه دې هغه قصبې پاکې کړي په کوم کې چې هغوي د اسریلي پوځیانو سره په نښتو کې ښکیل دي.
دواړو خواو ته د زیات مرګ ژوبلې رپورټونه دي خو چارواکو یې په فوري توګه معلومات نه دي ورکړي. اسرائیلي میډیا په جنوبي اسرائیل کې په لسګونو کسانو په هسپتالونو کې د داخلیدو رپورټونه هم ورکړي.
حماس د خالي یا شنبې په ورځ په زرګونو راکټونه په اسریلو وورول او په لسګونو جنګیالي یې د هیواد په قلعه نما سرحد ور دننه کړل او د رخصتۍ په ورځ یې د خپل طاقت په زور د اسرایل ساتونکي د برید په مقابل کې بیداره کړل.
د امریکې صدر جوباېډن بیا په سپینه ماڼۍ کې د یوې لنډې وینا په مهال ویلي، د حماس خلاف جګړه کې د اسراییل سره ولاړ دی او زیاته کړې د ترهګر حملو هېڅ جواز نشته. نوموړي څو شېبې وړاندې په خپله وېنا کې ووېل،” مونږ به دا یقیني کوو چې هغوي (اسراییل) ته د خپلو خلکو لپاره ضروري مرستې ترلاسه وي او د خپل ځان دفاع وکړي“.
Forum