لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن راټيس واچ په اسرایل غزه او لبنان کې د"سپین فاسفورس"د کارولو تورونه لګولي دي


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) د پنجشنبې-زیارت په ورځ په اسرایل تور لګولی دی چې په غزه اؤ لبنان کې دخپلو پوځي عملیاتو په مهال سپین فاسفورس چاودیدونکي مواد کاروي.

هیومن رایټس واچ وایي دداسې وسلو کارول کېدو له امله د وګړو ژوند د اوږدې مودې لپاره دسختو ګواښونو سره مخ کیدای شي.

د خبري شبکې رایټرر تر مخه ،دې تورونو ته په ځواب کې د اسرایل پوځ ویلي دي چې "هغوي لا في الحال غزه کې په سپین فاسفورس د مشتملو وسلو له کارول کېدو خبر نه دي" خو اسرایلي پوځ بیا د بشري حقونو دنړیوال سازمان له لوري لبنان کې د سپین فاسفورس د کارول کېدو تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

اسرایل دا مهال پخپله خاوره د حماس د هغو بریدونو په غبرګون کې په غزه بمباري کوي چې پکې د روانې اوونۍ په مهال لږ تر لږه 1,300 کسان وژل شوي وؤ، د اسرایل‌ په جوابي بریدونو کې 1500 فلسطینیان وژل شوي دي.

د رایټرز د رپورټ له مخې هیومن راټس واچ ویلي چې هغوي په 10م اکتوبر لبنان اؤ په 11م اکتوبر غزه ښار کې د جوړو کړل شوؤ هغو ویډیوګانو پخلی کړی چې پکې د "غزه ښار په بندر ګاه اؤ د اسرایل اؤ لبنان د پولې تر څنګ په دوؤ مقاماتو د توپو نه داغل شوؤ دسپین فاسفورس ګڼې هوایي چاودنې" ښودل شوې دي.

هیومن رایټس واچ په ټولنیزو رسنیو د خپرو شوؤ دغو دوو ویډیوګانو لنکونه هم خپاره کړي چې پکې د لبنان اؤ اسرایل دپولې ترڅنګ د سپین فاسفورس د کارول کېدو منظرونه ښودل شوي دي خو دې ډلې بیا په غزه کې د سپین فاسفورس د کارول کېدو د ویډیوګانو لېنکونه نه دي ښودلي.

د فلسطین ټي وي چینلو په دې وروستیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې لیدل کېږي چې پهه غزه کې په اسمان سپین لوګي د نرو وریځو په څېر په نظر راځي او ویلي یې دي چې دا لوګي د ګوله بارۍ له امله په اسمان کې راخواره شوي دي.

اسرایلي پوځ په کال 2013 م کې ویلي وو هغوي په غزه کې د کال 2008-2009 د بریدونو په مهال د استعمال شوؤ سفید فاسفورس سموک اسکرین ګوله بارود ختموي چې له امله یې د بشري حقونو سازمانونو د جنګي جرمونو تورونه لګولي وؤ.

خو هغه وخت د اسرایل پوځ دا نه وو ویلي چې ایا هغوي به په وسلو سمبال د سپین فاسفورس کارول کېدو ته هم بیا کتنه وکړي چې د دښمن د مورچو سوځولو لپاره ډیزاین کړل شوي دي.

سپین فاسفورس څه ته وایي اؤ قانوني بڼه یې څه ده ؟

سپین فاسفورس چاودیدونکي مواد په قانوني توګه د جګړې میدان کې د لوګو جوړولو، د رڼا پیدا کولو ، په اهدافو د نخښې لګولو یا د خندقونو اؤ ودانیو د سوځولو لپاره کارول کېږي.

د نړیوالو کنونشنونو له مخې د کیمیایي وسلې په توګه سپین فاسفورس منعه نه دي ګرځول شوي خو دا سپین فاسفورس په پراخه پیمانه د اور خورولو اؤ د یو شي د سوځولو سوب جوړیږي.

سپین فاسفورس د ځېنو روایتي وسلو د استعمال د معانعت د کنونشن د پروټوکول III له مخې اور لګوونکې وسله ګڼل کیږي ، دا پروټوکول د عامو وګړو په منځ کې د موجودو پوځي اهدافو پرضد د اور لګوونکو وسلو د استعمالولو اجازه نه ورکوي ، حالانکې اسرایل په دې تړون لاسلیک نه دی کړی اؤ نه یې د منلو پابند دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG