د افغانستان د شمالي بغلان ولایت په یو جومات کې دننه د جمعې د لمانځه په وخت چاودنه شوې ده، چې د طالبانو د سرچینو په وینا لږ تر لږه 10 تنه پکې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. د چاودنې ذمه واري سمدستي کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
د افغانستان ځینې ځایي او نورې رسنۍ بیا وایي په چاودنه کې لږ تر لږه 17 تنه وژل شوي او تر 20 زیات پکې ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان وایي دا چاودنه ماسپښین مهال د بغلان د مرکز پلخمري ښار په «امام زمان» جومات کې شوې ده، چې وایي په سلګونو کسان لمانځه ته ورغلي وو.
په بغلان کې د طالبانو یوه چارواکي مولوي هاشمي مخکې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي وو، "دا چاودنه د شیعه ګانو په یو جومات کې شوې ده"، وایي چارواکي یې مړي او ټپیان روغتون ته وړي خو شمېر یې نه دی یاد کړی.
هاشمي دا هم نه دي ویلي چې دا څه ډول چاودنه وه، وایي په دې اړه یې تر اوسه پلټنې روانې دي.
د سيمې يو اوسېدونکی شمس الله له دې جومات سره دوکان لري، هغه بي بي سي ته ویلي دی جومات ته د ننوتو په حال کې وو چې زوروره چاودنه وشوه، وايي بیا یې د نورو خلکو په مرسته ټپیان او یو شمېر مړي روغتون ته یووړل:
"ډېر حالت خراب وو. دوستان، خپلوان، ملګري او ځینې ګاونډیان مو ټپيان شوي چې په ملکي روغتون کې دي. زموږ اوو اته ګاونډیان شهیدان شوي. د مړو شمېر تر اوسه معلوم نه دی، څېرې يې نه پېژندل کېږي".
پر ټولنیزو رسنیو د چاودنې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې لیدل کېږي جومات ټول په وینو سور دی خو مړي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د دې برید ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو تر دې وړاندې چې په تېرو څو کلونو کې په دې هېواد کې پر شیعه مسلمانانو کومې حملې شوې دي د اکثرو ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې ده.
داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
نور وروسته...
Forum