لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت د زلزله ځپلیو لپاره د وزیراعظم کاکړ د پوسټ له کبله د پاکستان مرستې نه دي منلې


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سرچینې وایي حکومت یې د پاکستان هغه مرستې د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د لانجمن ایکس پوسټ له کبله نه دي منلې چې د هرات د زلزله ځپلیو لپاره یې ور لېږلې وې. د کاکړ څرګندونې یې د خپل حکومت "سپکاوی" بللی.

د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ته تایید کړه چې پاکستان مرستې ور لېږلې وې، خو وایي دوی له دې کبله منع کړې دي چې وزیراعظم کاکړ پر ایکس [مخکیني ټویټر] یو پوسټ کړی وو.

د اکتوبر پر اوومه چې په هرات کې د 6.3 درجې زلزله وشوه، په بله ورځ د پاکستان د آفتونو د انتظام مرکزي ادارې (این ډي ایم اې) اعلان وکړ چې زر به په یوه الوتکه کې 5000 ژمنۍ خېمې، 15,000 شړۍ، خوراکي او طبي مواد او د ډاکټرانو یوه ډله هرات ته ولېږي.

تر دې وروسته د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د اکتوبر په نهمه پر ایکس [مخکیني ټویټر] د افغانستان پر زلزله خفګان ښکاره کړی او د ملک د افتونو د انتظام مرکزي ادارې ته یې امر کړی وو چې مرستې ور ولېږي.

انوار الحق کاکړ لیکلي وو، "افغان [د طالبانو] حکومت د طبي ټیم، فیلډ هسپال، 50 خیمو او 500 کمبلو ځانګړې غوښتنه کړې ده. زما په لارښوونو د مرستې له سامانونو سره سره ټول غوښتل شوي توکي نن ماسپښین ور لېږل کیږي، وروسته به نورې مرستې هم ور لېږو".

که څه هم د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د افتونو لپاره د بهرنیو مرستو غوښتنه نه ده کړې، خو تر اوسه یې د کاکړ دا خبره نه ده تایید کړې چې ګوندې دوی له پاکستانه د زلزله ځپلیو لپاره د مرستو "ځانګړې غوښتنه" کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په 11مه پر ایکس د هغو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو د مرستو ذکر کړی وو، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره کړې دي، خو د پاکستان یادونه یې نه وه کړې.

د وي او اې انګرېزي څانګې د خبریال ایاز ګل د رپوټ له مخې وزیراعظم انوار الحق کاکړ پر ایکس باندې په خپل پوسټ کې د هغو مرستو په اړه ناسم تفصیل وړاندې کړی وو چې د ده حکومت یې افغانستان ته د لېږلو پلان درلود.

این ډي ایم اې دا مرستې برابرې کړې وې او په اړه یې پر خپله ویبپاڼه معلومات هم خپاره کړي وو، خو رپوټونه وایي په مرستو بار د پاکستان الوتکې تر اوسه پورې افغانستان ته پرواز نه دی کړی او نه هم کوم لوري په رسمي ډول د دې د ځنډ وجه په ګوته کړې ده.

دا چې د طالبانو حکومت ولې د پاکستان مرسته نه ده منلې، یوه طالب چارواکي په وټسپ کې په لیکلې بڼه وي او اې ته وویل، د پاکستان مشر [وزیراعظم] چې د افغانستان په اړه څه بیان خپروي باید ډېر احتیاط وکړي:

"داسې هیڅ کومه غوښتنه نه ده شوې او زموږ پر حکومت ملنډې وهل شوې دي"، طالب چارواکي د وزیراعظم کاکړ څرګندونې "غیرذمه دارانه" وبللې.

وي او اې پر دې مسئله له خبر یوه اعلی پاکستاني چارواکي د طالبانو د دعوو په اړه پوښتنه وکړه چې ولې اسلام اباد ونه شو کولای افغانستان ته د مرستې سامانونه ولېږي، دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل:

"کابل نه د هو جواب وایي او نه انکار کوي، دوی د مرستې رسمي غوښتنه کړې او موږ ته يې ويلي دوی به خبر راکړي چې کله یې ور ولېږو".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خبري غونډې کې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویې وویل پاکستان له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره د خواخوږۍ اظهار کوي او پر څنګ ورسره ولاړ دی چې هغوی د زلزلې له کبله له بدو حالاتو سره مخ دي.

د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې له تېرو دوو کلونو له دې کبله هم ښې نه وې چې پاکستان دعوه کوي د تحریک طالبان پاکستان وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو افغان دا دعوې ردوي او اوس له پاکستانه د افغان کډوالو د بیړنۍ ایستلو پرېکړې هم د دواړو حکومتونو اړیکې خرابې کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG