واشنگټن —
واشنګټن- د امريکا د خارجه چارو وزارت ويلي "تر دې وخته د حماس او اسرايل ترمنځ په جګړه کې د يو کم دېرشو امريکايي وګړو د وژلو خبرونه تايدو او د هغه ټولو کورنو او قربانيانو سره د زړه له کومي غمرازي کوو چې تر اوسه د دې ښکار شوي. مونږ د امريکايي وکړو د مرګ په صورتحال او د هغوی په پېژندګلو دا وخت نور بحث نه کوو".
د ياد وزارت بيان وايي "دا وخت مونږ معلومات لرو چې پينځلس امريکايي وکړي بې درکه دي چې يو پکې مستقل اوسېدونکی دی. د وزارت چارواکي يې د کورنو سره په رابطه کې دي. د امريکا حکومت شپه ورځ په هر اړخ د اسرايلي حکومت سره د دې يرغمل شوو په درک لګولو کې لګيا دی. استخباراتي معلومات لرونکي او د ټولې امريکا کارپوهان د يرغمل شوو په اړه اسرايل ته په ښوونه کولو کې بوخت دي چې څنګه دوی مونده کړي. د هغویرذاتي تحفظ په سؤب نور څه نه شو شريکولی".
Forum