اسرایلي پوځ وایي دوی د غزې په تړانګه کې د یوې هر اړخیزې حملې لپاره چمتو والی نیولی چې پکې به هوایي، ځمکني او سمندري ځواکونه برخه اخلي خو حماس بیا د غزه ښار خالي کولو نه انکار کړی دی او اعلان یې کړی دی چې د اسرایلي ټانکونو مقابله به کوي.
دخبري شبکې ایسوسي ایټډیډ پریس له مخه د خالي، شنبې په شپه د اسرایل پوځ پخپل بیان کې ویلي دي هغوی د پراخې کچې یو مربوط برید ته تیاری نیولی دی .
د میډيا رپورټونه وایي چې په ګڼ شمیر فلسطینیان د غزې نه په وتلو دي چرته چې اسرایل برېښنا،اوبه اؤ د خوراک رسد قطع کړی دی.
د جمعې په ورځ اسرایلي پوځ د غزه اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و چې په یو شواروز کې باید غزه خالي کړي چې دغه مياد اوس سرته رسېدلی دی.
د شنبې په ماښام وايټ هاوس ویلي صدر جوبایډن د اسرایلي وزیراعظم نیتن یاهو سره په ټيلي فون خبرې کړې دي او هغه ته یې د امریکې د لوري یو وارې بیا د کلک ملاتړ باور ورکړی دی.
بایډن د اسرایلي وزیراعظم سره د ملګرو ملتونو،مصر،اردن اؤ دسیمې د نورو هیوادونو سره د امریکې په تماسونو هم خبرې کړې دي تر څو بېګناه وګړو ته د اوبو،خوراک اؤ روغتیايي مرستو رسد باوري کړل شي.
صدر بایډن د وګړو د تحفظ لپاره د کېدونکو ټولو هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.
هغه د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د امریکې د پوځي مرستو نه هم خبر کړی اؤ د شخړې سیوا کولو د هڅه کوونکي هر تن پر ضد یې خپل خبرداری یو ځل بیا تکرار کړی دی.
د امریکې صدر جوبایډن د خالي په ورځ د فلسطین صدر محمود عباس سره هم تماس نیولی دی اؤ د ملګرو ملتونو،مصر،اردن،اسرایل اؤ نورو هیوادونو سره په ګډه د کار کولو دامریکایي هڅو په اړوند یې ورسره خبرې کړې دي ترڅو د غزې اوسېدونکو ته د بشري مرستو رسد باوري کړل شي.
د سپینې ماڼۍ له مخې دواړو مشرانو په لویدیځه غاړه اؤ په سیمه کې دثبات ساتنې په اړتیاؤ هم خبرې اترې کړې دي.
صدر بایډن د حماس له لوري په اسرایل د شوې حملې غندنه وکړه او وي ویل دا تنظیم د فلسطینیانو استازیتوب نه کوي.
تر دې وړاندې د ميډیا رپورټونو کې ویل شوي وؤ چې په لویه کچه فلسطینیان له غزې اوځی چرته چې اسرایل بجلي، اوبه اؤ د خوراک رسد قطع کړي دي.
رپورټونه وایي د غزې د پولې ترڅنګ اسریل نزدې درې لکه خپل ریزو ځواکونه ځای پځای کړي دي خو تر اوسه یې ورته د پرمختګ امر نه دی کړی خو د بمونو ورولو لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.
اسرایلي پوځ ویلي دي چې حماس کوم اسرایلیان یرغمال کړي دي هغوي کې د 120 نه د زیاتو یرغمالیانو غزې کې د موجودیت پخلی شوی دی اؤ تر څو چې ټول یرغمالان خوشې شوي نه وي نو دوي به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.
د غزه داخله وزارت ویلي دي د اسرایل هوایي بریدونو کې د شمالي غزه نه وتونکي تر 70 زیات کسان وژل شي اؤ خوا وشا 200 نور ژوبل شوي دي.
ایسوسي ایټډ پریس وایي د غزې د واک په لاس کې لرونکې ډلې حماس فلسطینیانو ته ویلي دي چې هغوي دې زړه ښکته پورته نه کوي اؤ پخپلو کورونو کې دې پاتې شي تر څو دا نفسیاتي مهم شنډ کړي.
ملګري ملتونه وایي چې په غزه کې خواوشا څلور لکه اؤ پینځویشت زره خلک بې کوره شوي په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل د شوي برید نه راپدېخوا دواړو غاړو ته په شوؤ بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شمیره د 3200 نه اوښتې ده.
خبري شبکې رایټرز پخپل یو رپورټ کې د اسرایلي پوځ د ویاند له خولې ویلي دي چې اسرایلي پوځیانو د ټانکونو په مرسته د غزې دننه خپل وړومبي ځمکني عملیات کړي اؤ په هغوي وسله والو یې یرغل کړی دی چې د اسرایل لوري ته راکټونه داغي.
دغه پوځیانو د هغو ځایونو په اړه هم د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کړې ده چرته یې په احتمالي ډول یرغمال اسرایلیان ساتل شوي دي.
اسرایلي ورځپاڼې "هارټز" د شنبې په ورځ خپل رپورټ کې ویلي دي چې داسرایلي پوځ عملیاتو یا چاپو کې د ګڼو اسرایلیانو مړي موندل شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دې عملیاتو کې پوځ ځېنې هغه ځاندرې تباه کړې دي چې ترهګرۍ کې کارول کیدلې اؤ پوځ ته داسې مواد هم په لاس ورغلي دي چې له امله یې یرغمال اسرایلیانو ته په رسېدو کې مرسته ترلاسه کیدای شي.
Forum