لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان بیا د 6.3 شدت زلزلې لړزولې دی


APTOPIX Afghanistan Earthquake
APTOPIX Afghanistan Earthquake

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځه برخه کې یو وارې بیا 6.3 شدت یوې زورورې زلزلې لړزولې ده.

دا تازه زلزله وروسته له هغې راغلې چې یوه اوونۍ وړاندې هم په افغانستان کې د6.3 شدت راغلو زلزلو په زرګونو کسان وژلي اؤ دافغانستان یو شمیر کلي یې په بشپړ ډول تباه کړي دي.

دامریکې جیولوجیکل سروی ویلي د تازه راغلې زلزلې مرکز د هرات د مرکز نه د34 کلو میټره په واټن اؤ د سمندر د سطحې نه اته کلو میټره ښکته ؤ.

په سمدستي توګه دې زلزله کې د شوي زیان په اړه کوم سرکاري یا دولتي اطلاعات مخې ته نه دي راغلي خو افغان رسنۍ اریانا نیوز په ایکس (پخواني ټویټر لیکلي) د هرات حوزوي روغتون ډاکتران وايي، چې دننۍ زلزلې له امله تر اوسه له ۹۰ ډېر ټپيان دغه روغتون ته رالېږدول شوي دي.

اریانا وایي دغه ټپيان د هرات ښار له بېلابېلو سيمو روغتون ته رالېږدول شوي دي. د هرات امبولانسونه د ښار له ټولو سیمو او شاوخوا سیمو ټپیان رالېږدوي.

په 7م اکتوبر هم د افغانستان په هرات ولایت کې راغلې زلزلې ګڼ شمیر کلي ړنګ کړي وؤ اؤ د6.3 شدت دغه زلزله د افغانستان تاریخ کې د راغلو سختو زلزلو څخه یوه ګڼل کیږي چې په زرګونو کسان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

د ملګرو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي وؤ چې یوه اوونۍ راغلې دغه زلزله کې وژل شوو کسانو کې د 90 فیصدي نه زیات ښځې اؤ ماشومان وؤ.

په افغانستان واکمنو طالبانو ویلي دي چې تر دې وړاندې راغلو زلزلو کې په هرات ولایت کې تر 2000 زیات کسان وژل شوي وؤ.

د اووم اکتوبر د زلزلې نه وروسته هم په هرات کې وړې وړې اؤ 6.3 شدت یوه بله غټه زلزله راغلې وه چې افغان چارواکو هغې کې هم د سلګونو کسانو د وژل کیدو اؤ د ګڼو ودانیو د تباه کېدو پخلی کړی ؤ.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG