لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران وتلی فلم جوړونکی دریوش مهرجویی او مېرمن یې په تهران کې په چاړو وژل شوي


واشنګټن - د ایران وتلی فلم جوړونکی دریوش مهرجویی او مېرمن یې د شنبې یا خالي په ماښام په خپل کور کې په تهران کې په چاړو وژل شوي.

د میزان په نامه انلاین انټرنېټي پاڼې د لوی قاضي له خولې ویلي، چې مهرجویې او مېرمن یې وحیده محمدیفر "په غاړه باندې د چاړو په ډېرو ګوزارونو وژل شوي."

تهران ته نېږدې د البرز ولایت د لوی قاضي فاضلي هرېکندي په وینا مهرجویی په سیمیز وخت د ماښام په نهو بجو خپلې لور مونا ته په استولي لیکلي پیغام کې د ماښام د ډوډۍ بلنه ورکړې وه چې د تهران په لویدیځ کې کاراج ښار کې د دوی کور ته ورشي.

خو یو نیم ساعت وروسته له رسېدو سره سم یې مور او پلار ولیدل چې په غاړه باندې د سختو ټپونو له امله مړه شوي وو.

وروسته بیا پولیسو وویل، "د جرم په ځای کې په زوره د داخلېدو هېڅ نښه نه شته." او زیاتوي،‌ چې د هغوی "د کور دروازو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی."

خو هغوی وايي، چې د پېښې په ځآی کې یې داسې نښې نښانې موندلي چې باور کېږي له "قاتل سره به تړاو ولري."

د ایران د اسنا خبري اداره د پولیسو چارواکو له خولې خبر ورکړی چې له پېښې سره په تړاو یې څلور مشکوک کسان پېژندلي او دوه نیولي دي.

د یکشنبې یا اتوار په ورځ اعتماد ورځپاڼې د فلم جوړونکي له مېرمنې سره یوه مرکه چاپ کړې وه په کومه کې چې هغه وايي، ګواښل شوې او له کور څخه یې غلا شوې ده.

فاضلي هریکندي ویلي، "پلټنې ښيي چې د مهرجویی کور ته د غیر قانوني ننوتلو او د هغوې د سامانونو د لوټولو هیڅ کوم شکایت نه دی درج شوی."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG