سعودي عرب د حماس او اسرايل ترمنځ د پېل شوې جګړې په سر د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم (او آی سي) بېړنۍ غونډه بللې ده، ويل شوي غونډه د شورو/ چهارشنبې په ورځ بلل شوې ده.
راپور وايي، سعودي عرب د او آی سي د روانې غونډې د کمېټۍ مشري کوي. عرب نيوز د سعودي عرب لخوا د غونډې بللو خبر ورکړی دی.
په اووم اکتوبر د حماس وسله والو په اسرايل د ځمکې، هوا او سمندر د لارې بريدونه کړي په زرګونو راکټې یې پرې داغلې او د 1300 نه زيات اسرايل یې وژلي دي.
د رپوټونو ترمخه حماس د 130 پورې اسرایليان يرغمل کړي هم دي.
د حماس د بریدونو وروسته اسرايل په غزه بمباري پېل کړې، د غزې محاصره یې کړې او د رپوټونو ترمخه تراوسه پورې په اسرايلي حملو کې د 2300 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
اسرایل په غزه کې د ځمکنيو عملياتو پېل کولو اعلان کړی او تياريانې یې نيولي دي.
پاکستان هم ويلي، د او آی سي په غونډه کې به ګډون کوي.
د پاکستان د نګران حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جېلاني ويلي د اسرايل د اقداماتو غندنه کوي.
پاکستان کې د اسرايل پرضد احتجاجي مظاهرې هم کيږي خو پاکستان د اسرایل سره سفارتي اړیکې نه لري.
کارپوهان وایي اسرایل سره د اړیکو نه لرلو په وجه پاکستان کې کېدونکي دا احتجاجونه په اسرایل فشار نه شي جوړولی البته د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی شي.
جليل عباس جېلاني ویلي، د فلسطين د مسلې هواری دوه رياستي حل دی د او آی سي دريځ هم تل دغه پاتې شوی او په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
پاکستان کې څيړونکي وايي که پاکستان د اسرايل سره سفارتي اړيکې لرلې، نو شاید چې پاکستان کې احتجاجونونو زور ورکړی وی خو پاکستان د اسرايل سره سیاسي او سفارتي، معاشي اړيکې نه لري ځکه احتجاجونه به هم کوم اثر نه لري.
د څيړونکو په خبره پاکستان کې احتجاج کوونکي د لاریونونو په وخت داسې نعرې وهي چې د مسلې د هواري په ځاې د کړکیچ د سېوا کیدو امکانات پېدا کوي.
پوهان وایي د اسرایل او حماس د جګړې په اړوند پاکستاني مطبوعات هم داسې مواد خپروي چې ټولنه کې د نورې غصې سوب جوړیږي.
Forum