لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران: اسرايل دې حملې بندې کړي کنه په شخړه کې نور فريقېن شاملېدی شي


ايران اسرايل ته خبرداری ورکړی چې د فلسطينيانو ضد حملې بندې کړي او که داسې یې ونه کړه د اسرايل او حماس په شخړه کې نور فريقېن شاملېدی شي.

د ایران خبري ادارې [فارس] ترمخه، د ایران د بهرنيو چارو وزير ویلي، په سيمه کې نور فریقېن د اسرایل پرضد کارروايۍ ته تيار دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير امیر عبد الهيان ويلي، که صيهوني يرغل بند نه شو نو د سيمې ټول فريقېن وسله په لاس ولاړ دي.

په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حملې کړې او په ځواب کې یې اسرايل د غزې په پټۍ بمباري پېل کړې او د ځمکنيو عملياتو د تيارۍ يې ويلي دي.

د اسرايل وزيراعظم بنيامين نېتن ياهو د اتوار په ورځ د حماس تباه کولو اراده څرګنده کړې ده.

د ایران سپريم مشر ايت الله خامنه ای ویلي، تهران په اسرايل د حماس په حملو کې لاس نه درلود، خو اسرايل ته په اوښتي تاوان یې خوشالي څرګنده کړې وه.

اسرايل په ايران تور لګوي چې ايراني واکمن حماس ته وسلې ورکوي او تشدد پله یې پاروي.

خو ايران وايي، د حماس اخلاقي او مالي مرستې کوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ویلي، په غزه حملې به په منځني ختيځ کې د مزاحمت نوی باب پرانيزي.

هغه تېره اوونۍ د اسرايل لخوا د غزې محاصره کولو ته د نسل وژنې هڅې ويلي دي، هغه په سیمه کې د مزاحمت د نوي باب پرانستلو زمه واري په اسرايل او امريکا اچولې ده.

الهيان د خالي/ شنبې په ورځ په قطر کې د حماس د مشر اسماعيل هانيه سره ليدلي وو.

له دې وړاندې امریکا خبرداری ورکړی د اسرايل او حماس وسله واله ډلې ترمنځ جګړه په منځني ختيځ کې د غټې جګړې شکل اخستی شي.

د سپينې ماڼۍ امنيتي سلاکار جېک سېلوين سي بي اېس خبري ادارې ته ویلي، د دې شخړې سېوا کېدو، په شمال کې د بل محاذ پرانستو، او د ايران د شاملېدو خطره ده.

امریکايي چارواکي پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي، اندېښنه ده چې د لبنان حزب الله ډله د اسرايل په شمال حمله کولی شي يا ايران په دې ککړېدی شي.

[د خبر ځينې معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي]

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG