د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روس قرارداد وړاندې کړی چې په غزه کې دې په انساني بنيادونو اوربند وشي. په اسرايل د حماس د بريدونو په لسمه ورځ هم جګړه دوام لري او دواړو غاړو ته د وژل شویو کسانو شمېر تر څلور زره زیات شوی دی.
د يورپي اتحاد هيوادونو مشرانو هم د نهې- سه شنبې په ورځ په غزه کې د اسرايل او فلسطين د وسله والو د شخړې په سر بېړنۍ غونډه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د وېبپاڼې ترمخه، امنیت شورا ته د روس په وړاندې شوي قرارداد کې د اسرايل او فلسطين د تازه شخړې په نتيجه کې د ملکي وګړو په وژنه افسوس څرګند کړی شوی، او ابادۍ ته د تحفظ ورکولو ټینګار شوی وو.
په غزه کې په انساني بحران اندېښنه څرګنده کړی شوې د اسرايل او فلسطين د شخړې د تلپاتي حل او امن ترڅنګ په فريقېنو د اوربند او انساني مرستو په لار کې د خنډ نه جوړولو ويل شوي وو.
د روس په قرارداد کې د ملکي وګړو پرضد د هر ډول تشدد او ترهګرۍ غندنه شوې او د ټولو يرغمل شوو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه شوې وه.
د قرارداد په حق کې د امنیتي شورا په 15 غړو کې پينځو، روس، چين، موزمبيق، ګيبون او متحده عرب اماراتو رایې ورکړې، امریکا، برتانیې، فرانس او جاپان یې مخالفت کړی، البانيه، برازيل، ايکواډور، ګهانا، مالټان او سویټزرلېنډ رایې نه دي کارولي.
په ملګرو ملتونو کې د قرارداد منظورېدو دپاره د نهو غړو ملاتړ پکار وي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لينډا تومس ګرينفيلډ ويلي، د روس د قرارداد ملاتړ نه شي کولی ځکه چې په قرارداد کې د حماس ترهګري د پامه غورځول شوې او د اغېزمنو سپکاوی شوی دی.
هغې ویلي، "روس د حماس په غندلو کې پاتې راغلی، د بې ګناه ملکي وګړو وژونکې ترهګرۍ ډلې ته پټنځای ورکړی شوی، دا بې رحمه، منافقانه او د منلو وړ نه دي".
ګرينفيلډ د حماس غندنه کړې چې ملکي وګړي یې وژلي او د امریکايانو په ګډون یې يرغمل کړي او کورنۍ يې ذبح کړي دي. هغې زياته کړې د حماس دغه اقدام د غزې خلک د سخت بشري بحران سره مخامخ کړي دي.
"مونږ کله هم شورا ته په غېر منصفانه ډول په اسرايل د تور لګولو، او حماس ته د لسيزو د ظلمونو بخښلو اجازه نه شو ورکولی".
په ملګرو ملتونو کې د روس استازي وېسلي نیبنزيا د قرارداد په نه منظورېدو د افسوس څرګندونه کړې او په لویدیځ بلاک یې د خود غرضۍ تور لګولی دی.
هغه ویلي، د لويدیځ هيوادونو د تشدد د ختمولو دپاره د شورا په نړيوالو امېدونو ګوزار کړی دی.
هغه زياته کړې، "مونږ په غزه کې په بشري تباهۍ او جګړې په پراخېدو ډېر اندېښمن يو".
د ملګرو ملتونو ترمخه، د اسرایل او فلسطين په روانه شخړه برازیل هم په ملګرو ملتونو کې د قرارداد مسوده وړاندې کړې ده، په کومه چې په راتلونکو دوه ورځو کې د رایې ورکولو امکان ښودل شوی دی.
برازيل د قرارداد په مسوده کې د حماس د حملو غندنه کړې، او د يرغمال شوو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده. او په غزه کې د انساني بحران په مهال د بشري مرستو رسولو دپاره یې په دمې دمې سره د اوربند غوښتنه هم کړې ده.
د یورپي کونسل مشر چارلس میشل د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، دا شخړه کېدای شي پر یورپي اتحاد یو لوی امنیتي اغېز ولري. ښاغلي میشل ویلي: "دا شخړه به ډېرې نتیجې لري چې پر موږ په یورپي ټولنه باندې هم اثر کوي، ځکه ما پرېکړه وکړه چې د یورپي شورا بېړنۍ غونډه را وغواړم".
په اووم اکتوبر د حماس وسله والو په اسرايل بریدونه کړي او 1400 پورې اسرايل پکې وژل شوي دي.
اسرايل د حماس پرضد عمليات پېل کړي او په غزه کې د صحت چارواکو ویلي، د اسرايل په بمبارۍ کې لرتر لږه 2750 فلسطينيان وژل شوي دي.
Forum