د نهې په ورځ د امریکا په ایوان نمایندګان کې د ایوان د سپیکر دپاره شوي انتخاب په لومړۍ رای اچونه کې جېم جورډن د ایوان ریپبلینکز غړو حمایت ترلاسه کولو کې نا کامه شو.
د ریپبلېکن ګوند د سپیکر امیدوار جېم جورډن امریکایي مطبوعاتو ته ویلي چې سپیکر د څوکۍ دپاره به سبا د شورو په ورځ یو ځل بیا رایې اچول کېزي.
جېم جورډن د زیاتو غړو ملاتړ ترلاسه کولو دپاره هڅې کوي.
شعله بیان جېم جورډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سخت حمایتي او په کانګرس کې د فریډم کاکس نومې ډلې باني دی.
شاوخوا 20 زړه نازړه ریپبلېکنز غړي جېم جورډن ته د خپلو رایو ورکولو څخه ډډه کوي، او د اوهایو د کانګرس غړی د ایوان د سپیکر د طاقتور عهدی دپاره ډېر سخت ګڼي.
د امریکا د ایوان نمایندګان سپیکر د صدر د غېر موجودګۍ کی د مرستیال صدر وروسته د صدر جوړیدو په دویم کتار کې دی.
په دغه انتخاب کې جېم جورډن د 200 غړو رایې ترلاسه کړی.
د ډيموکرېټک پارټۍ د سپیکر امیدوار حکيم جيفريز په دغه انتخاب کې د 212 غړو رایې ترلاسه کړی.
په ايوان نمایندګان کې د ريپبلېکن 221 او د ډيموکريټس 212 غړي دي.
د ایوان نمایندګان 20 ریپبلینکز غړو خپلې رایې د ګوند نورو غړو ته ورکړی چې په دغه انتخاب کې شامل نه وو.
د سپیکر څوکۍ د ریپیلېکن ګوند کېوین مکارتي د سپيکر څوکۍ نه د لېرې کیدو وروسته خالي ده.
نزدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د ایوان نمایندګان پخوانی سپیکر کېوین مکارتي د ریپبلېکنز ګوند د ایوان نمایندګان غړو ترمنځ د اختلافاتو وروسته د سپیکر څوکۍ نه لېرې کړل شوی وو.
ایوان نمایندګان چې ریپبلېکن ګوند پکې اکثریت لري کېوین مکارتي د خپلې څوکۍ نه ۲۱۶ غړو د ۲۱۰ غړو په مقابل کې د سپیکر د څوکۍ نه د لیرې کولو په حق کې رایې ورکړې وی.
Forum