لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ:استخباراتي تجزیه ښیي چې اسرایل د غزې په هسپتال کې د شوې چاودنې ذمه وار نه دی


د امریکې سپینې ماڼۍ ویلي تر دې وخته انټلیجنس یا استخباراتي تجزیه ښیي چې اسرایل د غزه په هسپتال کې د شوې چاودنې ذمه وار نه دی.

خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي چې ددغه چاودنې په اړوند لا هم معلومات راټولول کیږي.

د امریکې د ملي امنیتي کونسل ویاندې ایډرین واټسن د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي چې دا تجزیه د پېښې له ځای څخه د پورته نه په اخستل شوؤ عکسونو،په پټو ساتل شوؤ اؤ مخې ته په راوړل شوو عامو معلوماتو اډاڼه ده.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټويټر) ویاندې لیکلي "دي موږ لا اوس نور معلومات هم راټولوؤ خو زموږ موجوده تجزیه چې بره نه په اخستل شوؤ عکسونو، په خفیه ساتل شوؤ اؤ مخې ته په راغلو معلوماتو اډاڼه ده،هغه داده چې اسرایل پرون په غزه کې په اسپتال کې د شوې چاودنې ذمه وار نه دی"

تر دې وړاندې پرون د اسرایل د سفر په مهال د امریکې صدر جوبایډن د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو سره خبرو کې ویلي وؤ "هغه څه چې ما ولیدل،ورځنې برېښي چې دا د بل لوري کارروایي ده ، ستاسو نه ده"

دخبري شبکې ایسوسي ایټډ پرېس له مخې په هسپتال کې دشوې چاودنې په اړه متضادې دعوې کولی شي.

تر چاودنې سمدستي وروسته د غزه چارواکو تور لګولی ؤ چې دا چاودنه د اسرایل د هوایي برید له امله شوې ده خو اسرایل دا تور رد کړی دی.

په یاده چاودنه کې په سوؤنو کسان وژل شوي وؤ چې ځینې خبري شبکې یې شمیره تر 500 لوړه ښیي.

اسرایل د ویډیو،اډيو اؤ نورو معلوماتو په خورولو سره دعوه کړې ده چې دا چاودنه غزه کې دفعالې وسله والې ډلې اسلامي جهاد لخوا د توغول شوي هغه میزایل له امله شوې چې خپل هدف نه یې خطا کړی دی.

اسلامي جهاد نومې تنظیم دا دعوه رد کړې ده اؤ خبري شبکه ای پي وایي چې د دواړو لوریو نه د شوؤ دعوؤ پخلی تر دې مهاله په بې پلوه ډول نه دی شوی.

تر دغې چاودنې وروسته د صدر جوباییډن اؤ د عرب هیوادونو د مشرانو ترمنځ اردن کې ټاکل شوې لېدنې لغوه کړل شوې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG