واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د زیارت یا پنجشنبې په شپه ولس ته وینا وکړي او په اسرایلو باندې د حماس د وروستي برید په اړه به د امریکا په غبرګون او همدارنګه په اوکراین کې د روس په جګړې خبرې وکړي.
بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له اسرایلو څخه لیدنه وکړه او اسرایلو ته یې د ملاتړ پیغام وړاندې کړ او په ورته وخت کې یې په غزې پټۍ کې له فلسطینیانو سره د بشري مرستو په رسولو باندې کار وکړ.
امریکا د غزې له پټۍ او لویدیځې غاړې سره د سل میلینو ډالرو مرسته اعلان کړه او تمه ده چې د بایډن اداره به له اسرایلو، اوکراین او تایوان سره د اضافي مرستو او همدارنګه د امریکا او مکسیکو د پولې د خوندي کولو لپاره له کانګرس څخه سل بیلینه ډالره وغواړي.
بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په تل ابیب کې وویل، "زما اداره ددغه برید له لومړیو شېبو څخه له مشرانو سره په اړیکه کې وه."
بایډن زیاته کړه، "مونږ به دا باوري کړو چې تاسو هغه څه ولرئ چې د خپلو خلکو او ولس دفاع پرې وکړئ. د لسیزو راهیسې مونږ دا باوري کړې چې اسرایل د وړتیاو له پلوه برابر پوځ ولري. او د دې اونۍ په وروستیو کې به د اسرایلو د دفاع لپاره له کانګرس څخه د پام وړ ملاتړ غوښتنه وکړم."
د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې دي.
Forum