لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر بايډن به د اسرایل او اوکراین لپاره د 74 بیلینو ډالرو غوښتنه کوي


واشنګټن - د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ماښام قوم ته په خپلې وینا کې وویل،چې له کانګرس نه به د اسرایلو لپاره د 14 اربه (بیلینو) او د اوکراین لپاره د 60 اربو (بیلینو) ډالرو د مرستې غوښتنه کوي.

بایډن وویل، دغه ملاتړ د "امریکا د ملي امنیت لپاره ضروري" دی تر څو اسرایل او اوکراین په خپلو جګړو کې بریالي شي.

د وایټ هاوس اوول دفتر نه په شوې وینا کې ولسمشر بایډن وویل، "مونږ د مسلمانانو، یهودانو او د هر چا پر خلاف هر ډول نفرت غندو."

په جګړه کې بوخت دواړو هېوادونو اسرایل او اوکراین سره د مرستو لپاره د قوم قانع کولو لپاره بایډن وویل، چې امریکايي مشرتابه نړۍ یوځای ساتلی شي.

امریکايي مطبوعات وايي، د مخالف رېپبلېکن ګوند زیاتره غړي له اوکراین سره د اضافي مرستو کولو ملګرتیا نه کوي.

ښاغلي بایډن دغه وینا اسرایلو ته له سفر کولو وروسته کړې ده.

بایډن وویل، حماس د فلسطینیانو استازیتوب نه کوي بلکه له فلسطینیانو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

بایډن همدارنګه وویل، زه له کانګرس نه غواړم چې اوکراین ته ټولې هغه وسلې واستوي چې هغوی پرې د پوتین له ظلم څخه ځان وساتي.

ولسمشر بایډن حماس او پوتین ته په اشارې وویل، کله چې ترهګر د خپلې ترهګرۍ او ډیکټاټور د خپلې ډیکټاټورۍ بیه پرې نه کړي نو هغوی نور هم پیاوړي کېږي.

بایډڼ وویل، که نړیوال تیري‌ ته اجازه ورکړل شي چې دوام وکړي نو "شخړې او ګډوډي به د نړۍ نورو برخو ته هم خپره شي."

بایډن وویل، حماس او پوتین جلا ډول ګواښونه دي "خو ورته والی یې په دې کې دی چې دوی دواړه غواړي چې په په خپل ګاونډ کې ولسواکي له منځه یوسي."

بایډن په دې خبرو کې همدارنګه وویل، چې له کانګرس څخه په غوښتل شویو پیسو کې به ۱۴ بیلینه نورې پیسې د امریکا او مکسیکو د پولې تنظیم او اوه بیلینه اندو پسېفېک سیمې ته چې تایوان هم پکې دی وغواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG