لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي او جنوبي وزيرستان: په دوه نښتو کې څلور پاکستاني پوځيان او شپږ ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي، له افغانستان سره په پرتو د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان سيمو کې د پوځ د ترهګرو سره دوه نښتې شوي، څلور پوځيان او شپږ ترهګر پکې وژل شوي دي.

پوځ ويلي، نښتې د 18م او 19م نومبر په مينځنۍ شپه کې شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د پوځ سره نښتو زمه وارۍ منلي او پوځ ته یې د تاوان اړولو دعوې کړي دي.

پوځ ویلي، لومړۍ نښته د شمالي وزيرستان په ګړيوم علاقه کې شوې او د مهم کمانډر حضرت زمان عرف خوړي ملا په ګډون پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ ترمخه، وژل شوی ترهګر کمانډر په علاقه کې په څو ترهګرو بريدونو کې ککړ او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب وو.

خو پوځ د وژل شوو ترهګرو د کومې ډلې سره تړون نه دی ښکاره کړی.

پوځ ویلي په نښته کې د پېنډۍ سره تعلق لرونکی 36 کلن لانس نايک تبسم الحق، د اټک ضلعې 30 کلن سپاهي نعيم اختر او د ملتان 23 کلن سپاهي عبدالحميد وژل شوي دي.

د پوځ ترمخه، بله نښته د جنوبي وزيرستان په اسمان منزه سيمه کې شوې، د کشمور ضلعې 25 کلن سپاهي فرمان علي پکې وژل شوی دی.

پوځ ويلي، په علاقه کې د پاکۍ عمليات روان دي، د پاکستان امنيتي ځواکونه د ملک څخه د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته ژمن دي او د زړورو پوځي ځوانانو قربانۍ يې حوصلې نورې پياوړ کوي.

تحريک طالبان پاکستان د شمالي وزیرستان په ګړيوم او جنوبي وزيرستان په بدر علاقه کې پوځ سره د نښتې او بريد زمه واري منلې او ځان ته د اوښتي تاوان یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او ورسره څنګ ته پرتو سيمو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي. او تحریک طالبان پاکستان په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ مني.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې د ترهګرۍ 1,087 پیښې مخې شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتي ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لوړه شرحه ده.

په رپوټ کې ویل شوي، په تېرو درېو میاشتو کې د تندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده توندلاري وسله وال وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG