لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کارپوهان وايي د اقتصاد ښه کېدل غوره معاشي پاليسيانو ته اړتيا لري


اقتصاد پوهان وايي، پاکستان کې په وروستيو کې ډالر ارزان شوی روپۍ ښه شوې که څه هم په ځای نه ودريږي، او د ونډو بازار په بره تللی، خو د اقتصاد ښه کېدل غوره معاشي پاليسيانو ته اړتيا لري.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ونډو بازار په بره تللی او شپږ کاله وروسته د ونډو بازار د 50000 پواينټونو نه سېوا شوی دی.

د ونډو بازار پرون د کاروباري ورځې په سهار په 49431 پواينټونو پېل شوی او بيا په 50365 پواينټونو بند شوی وو، 933.68 پواينټونه سېوا شوی وو.

د ونډو بازار د پوهانو په خبره په وروستيو کې په ځينې اقتصادي اشاريو کې د ښه والي، او تجارتي خسارې کمي له امله ښيې چې مرکزي بېنک د سود شرحه راکمه کړي ځکه د ونډو بازار په بره تللی دی.

د پوهانو په خبره، د تېلو بيعې راکمې شوې او ډالر هم ارزان شو دا ښيې چې د سود شرحه به ټيټه شي.

د دوی په خبره کې که چرته د سود شرحه کميږي نو د ونډو بازار نور هم ښه کېدی شي.

پرون امریکايي ډالر يو اعشاريه 48 پېسې بيا ارزان شوی او په انټربېنک کې یې قيمت 278.81 روپۍ وو. په 18م اکتوبر يو امريکايي ډالر 280.29 روپۍ وو.

رپورټونه وايي د ستمبر په مياشت کې د پاکستان په تجارتي خساره کې هم تر 48.2 فیصدي پورې کمی راغلی دی.

خو اقتصاد پوهان وايي، حکومت چې د ډالر د ناقانونه کاروبار او د دې د قاچاق د مخنیوي لپاره کوم عمليات پېل کړي نو دې سره کېدای شي چې د ډالر په قدر کې د کمي رجحان دوه درې اوونۍ نور داسې پاتې شي خو د دوی په نظر روپۍ به بيا بې قدره کيږي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، که چرته د غېر قانونه کاروبار او قاچاق د مخنيوي عملياتو کې د کومې وجې نه سستي وشوه يا دغه عمليات دوامداره پاتې نه شو، نو د دې منفي اثرات به پېل شي.

د نوموړي په خبره، "د معاشي بهترۍ دپاره یواځې کرېک ډاون [عمليات] کافي نه دی د هغې دپاره ضرروي ده چې حکومت معاشي پاليسيانې جوړې کړي".

پاکستان کې په وروستيو کې د تېلو بيې راکمې کړی شوی او ډالر ارزان شوی خو عام خلک وايي، تراوسه پورې په ځانګړي ډول د خوراکي توکيو بيې نه دي راکمې شوې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG