د کرکټ د نړيوال کپ 2023م په روانو سيالو کې پاکستانۍ لوبډله نن د اسټريليا سره مېدان ته کوزيږي. پاکستاني لوبغاړي سعود شکيل ويلي، له هند سره په سیالۍ کې کړې غلطيانې به نه تکراروي.
پاکستانۍ لوبډله په 14م اکتوبر له هند سره مخامخ شوې او هند یاده سيالي په اووه وکټو ګټلې وه.
د هند پرضد پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او په 43م اوور کې په 192 رنزونو اوټ شوې وه، هند ټاکلی هدف په 31م اوور کې په درو لوبغاړو سوځېدو پوره کړی او سیالي یې ګټلې وه.
پاکستان او اسټريليا په روان نړیوال کپ کې تراوسه پورې درې درې سیالۍ کړي دي.
پاکستان په درو سیالو کې دوه ګټلي او يوه یې بايللې ده، او اسټريليا يوه ګټلې او دوه یې بايللي دي.
د پاکستان کرکټ لوبډلې هېډ کوچ پي سي بي ډيجيټل سره خبرو کې ویلي، د اسټريليا د لوبډلې په لوبه او قوت خبر دي.
هغه ویلي تراوسه پورې پاکستانۍ لوبډلې په بېټنګ، بالينګ او فيلډنګ کې ښه کارکردګي نه ده ښودلې خو نور ورسره د غلطۍ ګنجايش کم دی.
نوموړي زیاته کړې، د هند سره په لوبه کې ځينې مهم څيزونه زده کړي او هغه به یې په راتلونکو سيالو کې په کار راځي.
د اسټريليا لوبډلې پينځه ځله د نړيوال کپ اتلولي ګټلې ده.
د پاکستان او اسټريليا لوبډلې د نړیوال کپ په تېرو سياليو کې لس ځله مخامخ شوي دي.
د 1975م راهسې د 2019م د نړیوال کپ پورې لسو سيالو کې شپږ لوبې اسټريليا او څلور پاکستان ګټلي دي.
په روان ورلډ کپ کې دا وخت د نیوزي لېنډ او هند لوبډلې په سر کې دي، دواړو څلور څلور سيالۍ کړي او ټولې یې ګټلي او د دواړو سره اته اته پواينټونه دي.
Forum