لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل ویلي حماس وسله والو یرغمل شوي امریکايي مور او لور خوشي کړي


Hamas releases American mother and daughter held hostage after Qatari mediation
Hamas releases American mother and daughter held hostage after Qatari mediation

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د حماس وسله والې ډلې لخوا غزه ته تښتول شوې خلکو کې شامل یوه امریکايي مېرمن او د هغې لور نن د جمعې په ورځ خوشي شوي.

اسرایلي چارواکو ویلي د اکتوبر په ۷مه نېټه په اسرایل د حماس وسلو والو لخوا د برید په مهال تښتول شوو ۲۰۰ کسانو کې دا لومړي څوک دي چې حماس ډلې ازاد کړي.

د اسرایل پوځ یو ویاند ویلي چې جوډي رانان او د هغې ۱۷ کلنه لور نتالیا نن د غزه پټۍ نه راوتلي او د اسرایل د پوځ سره دي. حماس وسله والې ډلې بیا ویلي دغه دواړه یې د قطر حکومت سره د یوې لوظنامې وروسته د انساني همدردۍ په بنیاد پرېښودي.

دغه مور او لور په داسې وخت راخوشی شوي چې په غزه د اسرایل لخوا زمکني برید اندېښنې سېوا شوي. اسرایل وايي په دغه عملیاتو کې به په غزه واکمنه حماس وسله واله ډله د منځه وړي او زیاتوي د غزه د اوږدې مودې لپاره د نیولو کوم پلان نه لري. د غزه سیمې ابادي ۲.۳ میلینه یا ۲۳ لکه ده.

د جوډي او نتالیا کورنۍ ویلي، مور او لور د شکاګو په یوه کلیواله سیمه کې اوسیږي او د یهودیانو رخصتۍ لمانځلو لپاره اسرایل ته تللې وې.

دوي د اکتوبر په ۷مه نېټه د غزه سره نژدې د اسراېل په یو کلیواله سیمه کیبوټز کې وو، چې کله د حماس وسله والو په دغه سیمه برید وکړو. د حماس په دغه برید کې په سلګونو اسرایلیان وژل شوي او نژدې ۲۰۳ اسرایلیان یې غزه ته تښتولي.

د نتالیا ورور ویلي چې د حماس د برید وروسته یې د خپلې مور او خور سره هیڅ رابطه نه ده شوې او وروسته بیا امریکايي او اسرایلي چارواکو دوي خبر کړي چې دغه دواړه غزه ته تښتول شوي.

د حماس وسله والو لخوا تښتول شوو نورو کسانو خپلو خپلوانو د جوډي او نتالیا د راخوشي کیدو هرکلی کړی او خپلو بندي کسانو د راخوشي کولو خواست یې کړې.

د دغه ځلکو لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫‌٫ مونږ د نړۍ په مشرانو او نړیواله ټولنه غږ کوو چې خپل پوره طاقت وکاروي او زمونږ د خپلو خپلوانو د راخوشي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.٬٬

د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل ناڅافي برید کې د ۱۴۰۰ نه زیات اسرایلیان وژل شوي. په وژل شوو کې زیاتره ملکي وګړي یا عام خلک وو، دغه برید د اسرایل د امنیت احساس له منځه وړی.

د دغه برید په ځواب کې اسرایل په غزه درنه بمباري کړې او په غزه کې د حماس د انتظام لاندې چلیدونکي د صحت وزارت ویلي، د اسرایل په بمبارۍ کې ۴۱۰۰ کسان وژل شوي. په دې کې روانه اونۍ په هسپتال کې وژل شوو خلکو لانجمنه شمېره هم شامله ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG