لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او حماس جګړه

Tuesday 5 December 2023

Calendar
December 2023
Sun Mon Tue Wed Thu Fri Sat
26 27 28 29 30 1 2
3 4 5 6 7 8 9
10 11 12 13 14 15 16
17 18 19 20 21 22 23
24 25 26 27 28 29 30
31 1 2 3 4 5 6
اسرایلي ځواکونه د غزې په پټۍ کې د عملیاتو پر مهال
اسرایلي ځواکونه د غزې په پټۍ کې د عملیاتو پر مهال

د اسرایل پوځ د غزې په سویل کې نورو خلکو ته هم سیمې نه د وتلو وینا کړې ده، ځکه چې دوی د حماس د واکمنۍ د له منځه وړلو په هدف خپل بریدونه لا پسې پراخه کړي دي.

د اسرایل پوځ د غزې د جنوبي ښار، خان یونس په شاوخوا سیمو کې خلکو ته ویلي چې د خپل خوندیتوب لپاره ووځي او جنوب ته لیرې سیمو ته لاړ شي.

په خپرو شوؤ عکسونو کې لیدل کیږي چې د اسرایل لخوا د رانسکورو کړل شوؤ ودانیو نه لوګي پورته کیږي اؤ خلکو مړي په کمبلونو کې رانغښتي اؤ منډې وهي.

د حماس اؤ اسرایل په روانه جګړه کې لا دمخه په زرګونو فلسطینیان وژل شوي دي او د غزې د 2.3 ملیونه اوسیدونکو څخه په څلورو کې درې برخې خلک بې کوره شوي دي چې د سر پناه لپاره خوندي ځایونو ته تښتي.

د اسرایل پوځ ویلي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ یې د غزې په سلګونو مقاماتو بریدونه کړي اؤ خپل ځمکني عملیات د بحیره روم تر څنګ د پرتې سیمې هرې برخې ته پراخه کړي دي.

د حکومت یوه ویاند خبریالانو ته وویل، "موږ د غزې په شمال کې د دې مشن بشپړولو ته نزدې یو".

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د روغتیا وزارت ویلي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په دغه سیمه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۵۵۰۰ څخه اوښتې او له ۴۱۰۰۰ کسانو زیات ژوبل دي.

دغه وزارت د ملکي وګړو او د جګړې د مرګ ژوبلې تر منځ توپیر نه کوي، خو وايي چې په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

د خان یونس ښار نه تښتېدلي فلسطینیان چې رفح کې یې صحرایي کېمپ کې اړولي دي
د خان یونس ښار نه تښتېدلي فلسطینیان چې رفح کې یې صحرایي کېمپ کې اړولي دي

د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل پوځ ویلي وو چې په دوو ورځو کې یې په غزه کې د حماس وسله والو نزدې 400 مرکزونه په نښه کړي. په دغو کې هوايي بمباري، د ټینکونو ډزې او د سمندري پوځ لخوا ډزې شاملې دي. ويل شوي په دغو بریدونو کې د 50 نه زیات په خان یونس او نور د غزه په جنوبي برخو کې شوي دي.

د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي برید کې د اسرایلي چارواکو په وینا 1200 اسرایلیان وژل شوي وو او 240 اسرایلیان د حماس وسله والو یرغمل کړي وو. امریکا، برتانیه، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هیوادونو حماس وسله واله ډله ترهګره ډله ګرځولې ده.

اسرایل وايي، د حماس وسله وال په نښه کوي او د ملکي تلفاتو پړه پر وسله والو اچوي، چې دوی یې د استوګنې په سیمو کې په فعالیتونو تورنوي.

د حماس اؤ اسرایل تر منځ د بل لنډمهاله اوربند هیلې وروسته له هغه ختمې شوې چې اسرایل د تېرې اوونۍ په پای کې خپل جرګه مار یا مذاکرات کوونکي بېرته وبلل.

حماس ویلي چې د اکتوبر په اوومه د فلسطیني وسله والو له خوا د نیول شویو سلګونو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه خبرې باید دایمي اوربند سره وتړل شي.

امریکا، قطر او مصر چې د مخکیني اوربند منځګړیتوب یې کړی، وايي چې دوی پر اوږدمهاله اوربند کار کوي.

(ددې رپورټ معلومات د ایسوسي ایټېډ پریس، رویټرز اؤ ای ایف پي نه اخستل شوي دي)

د صحت د عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) د مشرانو بورډ به د ډسمبر په لسمه نېټه یوه نایابه بېړنۍ غونډه جوړه کړي او غزه او لویدیځه غاړه کې به د صحت په حالاتو بحث وکړي. په همدې حال کې فلسطیني استازي د لا زیاتو طبي مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې بهرني د صحت برخي کارکنان دې فلسطیني سیمو ته ورشي.

ډبلیو اېچ او د ګل/دوشنبې په ورځ تصدیق وکړو چې د پېنځلسو (۱۵) ملکونو نه ورته خواست شوی چې دغسې بېړنۍ ناسته دې جوړه کړي. دا غونډه به د ډبلیو اېچ او د مشر ټېډراس ادهانوم ګبرېسیوس له طرفه او د قطر مشرتابه په مشورې جوړه شي.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو دپاره فلسطیني سفیر، ابراهېم محمد خریشه وویل چې دا ناسته به تر ډېره اندازې د غزې په حالاتو توجو وکړي چېرته چې اوس مهال د حماس ډلې او اسرایل ترمنځ په کې جګړه روانه ده، مګر د دې ترڅنګ به د هغو حملو په باب هم بحث وشي چې په مقبوضه لویدیځه غاړه کې د صحت په سېکټر باندې ترسره شوي دي.

هغه د روئټرز خبري ادارې ته وویل: "مونږ غواړو ډبلیو اېچ او ته اختیار ورکړو، او په اسرایلي اړخ غږ کوو چې مېډيکل سېکټر دې نښه نه جوړوي. مونږ غواړو چې تازه طبي یا مېډیکل سپلائی ته اجازت ورکړی شي."

فلسطیني استازي زیاته کړه چې د هغوی سفارتکاري ډله په یوې مسودې کار کوي چې د ډبلیو اېچ او ایکزیکټیو بورډ به ورباندې غور وکړي.

هغه همدا راز وویل: "یو فکر دا دی چې د نړۍ له مختلفو علاقو نه هلته ډاکټران ولېږلی شي."

د ابراهېم خریشه وینا وه چې ګڼ شمېر ملکونو دا وړاندیز کړی دی. "مقبوضه فلسطیني علاقه" د صحت په عالمي اداره یا ډبلیو اېچ او کې د یو څارونکې حیثیت لري او کوم غړی هېواد نه ګڼل کیږي، خو د خپلو ملاتړو له طریقه په دې اداره کې اثر رسوخ لري.

اسرایل ویلي دي چې د ډبلیو اېچ او دا آینده بېړنۍ ناسته، "د دوه مخیتوب او د اسرایل په طرف د بې تولې پام اړولو" یو مثال دی.

یاده دې وي چې د اسرایلي ځواکونو د بمباریو او د تېلو د کموت له کبله غزه کې صرف په ګوتو شمېر هسپتالونه فعال پاته دي. هغه هسپتالونه چې فعاله هم پاته دي، ورځ تر بلې ګڼ شمېر زخمیان وروستل کیږي او بوج یې سېوا کیږي.

د ډبلیو اېچ او یو ډېټابېس څرګندوي چې د اکټوبر د ۷مې نېټې راهېسي، د فلسطیني سیمو د صحت په مرکزونو باندې ۴۲۷ حملې شوې دي. دغو معلوماتو کې ندي ویل شوي چې د دغو حملو ذمه وار څوک دي.

اسرایل په حماس ډلې تور لګوي چې ګني په هسپتالونو او نورو ملکي بلډېنګونو کې د خپل کمانډ مرکزونو او وسلو په پټولو سره، د غزې عام خلک د انساني سپر یا ډال په توګه کاروي.

د ډبلیو اېچ او مشرتابه بورډ چې د ۳۴ غړو نه جوړ شوی، معمولا په هره جنورۍ میاشت کې غونډه جوړوي چې د خپلې کلنۍ اسمبلې دپاره اېجنډا جوړه کړي. په دې بورډ کې امریکا، قطر، سینیګال، اسټرېلیا او چین هم کرسۍ لري.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG