لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او حماس جګړه

Sunday 18 May 2025

په منځني ختیځ کې د جنګ خلاف د مظاهرو دلاسه د امريکې په ګڼ شمېر کالجونو کې کلاسونه ګډوډ شوي وو او په کې د اېنټي سېمېټېزم الزامات هم لګېدل.
په منځني ختیځ کې د جنګ خلاف د مظاهرو دلاسه د امريکې په ګڼ شمېر کالجونو کې کلاسونه ګډوډ شوي وو او په کې د اېنټي سېمېټېزم الزامات هم لګېدل.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لوظ کړی چې د امریکې په کالجونو د فلسطینیانو په حق کې د مظاهره کوونکو طالب علمانو خلاف به اقدامات اخیستل کېږي او د نیویارک د کولمبیا یونېورسټۍ نه فارغ شوي محمود خلیل د نیول کېدو په اړه يې وویل دا د نورو ډېرو ګرفتاریو وړمبۍ ګرفتاري ده.

ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل ميډیا په خپله وېب پاټه ټروت سوشل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په کولمبیا او په ټول ملک کې په نورو یونېورسټیانو کې نور طالب علمان شته چې د ترهګرو په حمایت کې، د یهودیانو خلاف، د امریکې ضد فعالیت کې ککړ پاتې شوي دي او د ټرمپ حکومت به دا نه زغمي."

د امریکې د اميګرېشن یا د مهاجرت په اړه چارواکو خلیل تېره هفته په نیویارک کې ونیولو. خلیل په غزه کې د اسرایل د جنګ خلاف په کولمبیا او د امریکې په نورو کالجونو کې د شروع شويو مظاهرو پېژندلې څېره ګڼل کېږي.

دا مظاهرې په کالجونو کې د تعلیمي کال د پوره کېدو سره ختمې شوې او د تېر کال د مني په موسم کې کالجونه د بیا پرانېستل کېدو وروسته شروع نه شوې.

د امریکې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي، ډي اېچ اېس، وویل خلیل د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت سره په هم غږۍ کې او د اېنټي سېمېټېزم یا د یهودیانو نه د کرکې د مخنیوي په اړه د صدر ټرمپ د حکم نامې سره سم نیولی شوی دی. مطابق او نیول شوی دی.

د یواېس ډسټرکټ جج جېسي فرمن د ګل، دوشنبې، په ورځ امر وکړو چې خلیل دې ډيپورټ یا ملک بدر نه کړی شي او د هغه د مقدمې او اورېدنې دپاره د شورو، چهارشنبې، ورځ وټاکله.

د ګرفتارۍ په کاغذونو کې خلیل شام نژاد تن بلل شوی. هغه تېر کال د کولمبیا یونېورسټۍ نه په بېن الاقوامي تعلقاتو کې ماسټرز ډګري واخیستله. هغه په امریکا کې د مستقل پاتې کېدو دپاره ګرین کارډر لرلو. هغه د امریکايي شهري سره واده کړې او مېرمن يې د اتوو میاشتو حامله ده.

په خلیل د څه جرم الزام نه دی لګول شوی.

په سوشل میډیا خپل پوسټ کې ټرمپ وویل که څوک د ترهګرۍ او د بې ګناه سړو، ښځو او د ماشومانو د قتل عام حمایت کوي نو د داسې تن "موجودګي زمونږ د قومي او د خارجه تګلارې د مفاداتو خلاف ده او دلته ستا په راتګ هرکلی نیشته. مونږ د امریکې د هر یو کالج او د یونېورسټۍ نه توقعو کوو چې په دې عمل وکړي."

په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوو او ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. قریباً ۲۴ اوس هم د حماس په ولکه کې ګڼل کېږي. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس عملیات شروع کړل چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم وژل شوي دي.

په منځني ختیځ کې د جنګ خلاف د مظاهرو دلاسه د امريکې په ګڼ شمېر کالجونو کې کلاسونه ګډوډ شوي وو او په کې د اېنټي سېمېټېزم الزامات هم لګېدل. ځینې مظاهرې د تشدد نه ډکې هم وي چې په مهال يې په ودانیو قبضې شوې وې او د اسرایل د پلوي او د مخالفو طالب علمانو جګړې هم شوې وې. د اسرایل حمایت زیاتره یهودي طالب علمانو کولو.

د خلیل وکيلې ويلي چارواکو ورته ویلي چې د هغه ګرین کارډ هم منسوخولی شي. هغه د لویزیینا ریاست په یو حراستي مرکز کې ساتل شوی دی.

د خلیل وکیلانو د عدالت نه غوښتنه کړې چې هغه دې نیویارک ته منتقل کړی شي.

کاونسل ان امېرېکېن اسلامېک رېلېشنز نومې تنظیم چې وايي په امریکا کې د مسلمانانو د شهري حقونو دپاره کار کوي، د ګل، دوشنبې، په ورځ يې د خلیل د ازادۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل د هغه د وکیلانو سره همکاري کوي.

کېیر په یو بیان کې د خلیل د ګرفتارۍ دپاره د ډي اېچ اېس امر "بې قانونه" وبللو او ویې ويل د "نسل وژنې خلاف" د هغه "پرامنه د فعالیت په سر د هغه نیول کېدل د ایین د وړمبۍ مادې دلاندې د هغه د بیان "د ازادۍ، د امیګرېشن د قوانینو او د فلسطینیانو د انسانیت خلاف ورزي ده."

د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو د اتوار، يکشنبې، په ورځ په اېکس یو پېغام کې وویل حکومت د حماس د حمایتیانو ویزې او ګرین کارډونه منسوخولی شي چې د امریکې نه ملک بدر کړی شي.

تېر کال د مظاهرو په وخت خلیل او نورو طالب علمانو د اېنټي سېمېټېزم الزامات ردول او ويل يې چې د جنګ خلاف دپراخه تحریک برخه دي چې یهودي طالب علمان او نورې ډلې هم په کې شاملې دي.

خو اسرایل سره د مالي تعلق د ختمېدو حمایت کوونکي ډلې د حماس او د حزب الله د حمایت اظهار هم کړی دی. امریکې حزب الله هم ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

کولمبیا یونېورسټۍ د خلیل په معامله د څه ویلو نه ډډه کړې ده.

په کولمبیا کې نوي دفتر د ګڼ شمېر طالب علمانو خلاف د نظم او ضبط په لړ کې الزامات لګولي او د خلیل په اړه يې هم تحقیقات شروع کړي دي.

تېره هفته د ټرمپ حکومت کولمبیا سره د وفاقي حکومت د ۴۰۰ مېلین ډالرو مالیت امداد بند کړو او ويې ويل یونېورسټي په خپل کېمپس د اېنټي سېمېټزم په مخنیوي کې ناکامه شوې ده.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای اېف پي او د ای پي نه اخیستل شوي دي

خلیل د یونېورسټۍ د انتظاميي سره د هغه طالب علمانو د مرکچي کردار ادا کړی و چې د احتجاج په توګه یې د یونېورسټۍ په مېدان خیمې لګولې وې او یونېورسټۍ غوښتل چې احتجاجی کېمپ دې ختم کړی شي. د دې کردار په سبب خلیل په یو څو هغو فعالانو کې شامل و چې نوم او شناخت يې معلوم و
خلیل د یونېورسټۍ د انتظاميي سره د هغه طالب علمانو د مرکچي کردار ادا کړی و چې د احتجاج په توګه یې د یونېورسټۍ په مېدان خیمې لګولې وې او یونېورسټۍ غوښتل چې احتجاجی کېمپ دې ختم کړی شي. د دې کردار په سبب خلیل په یو څو هغو فعالانو کې شامل و چې نوم او شناخت يې معلوم و

د امریکې د ايمیګرېشن وفاقي چارواکو هغه فلسطیني طالب علم ګرفتار کړی چې تېر کال يې په کولمبیا یونېورسټۍ کې د اسرایل ضد مظاهرو کې فعاله کردار ادا کړی و. دا خبره هغه وکیل کړې ده.

محمود خليل په مېنهېټن کې د یونېورسټۍ ورکړی شوي کور کې و چې د خالي، شنبې، په شپه د ایميګرېشن اېنډ کسټمز اېنفورسمېنټ، ايس، یو شمېر اېجنټان ودانۍ ته ورننوتل او هغه يې په حراست کې واخیستلو. دا خبره د خلیل وکیلې اېمي ګرير اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وکړه.

ګریر وویل په ټېلې فون يې د ایس یو اېجنټ سره خبرې کړي دي او ورته ويل شوي چې ایس د خلیل ويزه د منسوخولو په اړه د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت په احکاماتو عمل کولو.

د ګریر په قول کله چې ایس ته دا معلومات ورکړی شوو چې خلیل د امریکې مستقل رهایشي دی او ګرین کارډ لري نو د ایس اېجنټ وویل د خلیل ګرین کارډ هم منسوخوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لوظ کړی چې هغه غېر ملکي طالب علمان به ډيپورټ یا ملک بدر کوي چې تېر کال يې د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د اسرایل د جنګ خلاف احتجاجونو کې شرکت کړی دی. د خلیل نیول کېدل په دې لړ کې وړمبۍ ګرفتاري ښکاري.

د ټرمپ د حکومت دریځ دی هغه طالبانو په امریکا کې د پاتې کېدو حق بايللې چې د حماس حمایت یې کړی دی. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

خلیل د یونېورسټۍ د انتظاميي سره د هغه طالب علمانو د مرکچي کردار ادا کړی و چې د احتجاج په توګه یې د یونېورسټۍ په مېدان خیمې لګولې وې او یونېورسټۍ غوښتل چې احتجاجی کېمپ دې ختم کړی شي. د دې کردار په سبب خلیل په یو څو هغو فعالانو کې شامل و چې نوم او شناخت يې معلوم و.

ګرير وویل چارواکو د خلیل مېرمن چې د اتوو میاشتو حامله ده، ته څه نه دي ویل شوي چې په خاونډ يې د څه جرم الزام لګول شوی دی.

deewa
deewa

د ګرفتارۍ وروسته خلیل د نیویارک سره نږدې په نیورجرزي ریاست کې الېزبت حراستي مرکز ته منتقل کړی شوی دی.
ګریر ای پي ته وویل په دې اړه ورته څه تفصیلات نه دي ورکړی شوي چې خلیل ولي نیول شوی دی. هغې زیاته کړه دا په واضحه ډول په تاوتریخوالي کې اضافه ده او حکومت په خپلو دړکو عملي ګامونه پورته کوي.

د کولمبیان ترجمان (نې) وویل یونېورسټۍ ته د داخلېدو نه مخکې پکار ده چې قانون نافذ کوونکي چارواکي وارنټ وښيي خو په دې اړه يې د څه ويلو نه ډډه وکړه چې ایا د خلیل د ګرفتارۍ نه مخکې هم داسې شوي وو.

د یونېورسټۍ ترجمان (نې) د خلیل په ګرفتارۍ هم د تبصرې نه انکار وکړو.

ای پي سټېټ ډپارټمنټ، ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي او ایس ته هم پېغامونه پرېښودي وو.

ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي د ترهګر تنظیم د حمایت په شمول د پراخه کچه مبینه جرمونو په سر د ګرين کارډ لرونکو په شمول د هر تن د ملک بدر کولو دپاره اقدامات شروع کولی شي خو حتمي فېصله ایميګرېشن جج کوي چې ایا په امریکا کې د مستقل رهایش دپاره د یو تن اجازت نامه ختمه کړی شي او که نا؟ دا خبره کمیل مېکلر کوي چې د امیګرېنټ ای ار سي نومې تنظیم باني ده. دا تنظیم په نیویارک کې قانوني خدمات مهیا کوي.

مېکلر وویل دا یو انتقامي ګام ښکاري چې د یو داسې تن خلاف اخیستل شوی چې خپله رای یې څرګنده کړې چې د ټرمپ حکومت نه خوښېږي.

ای پي سره د شریک کړی شويو معلوماتو ترمخه د کولمبیا یونېورسټۍ یو نوي دفتر د خلیل او د ځینو نورو طالب علمانو په اړه تحقیقات کړي وو په اسرایل د تنقید په سر يې د دوی خلاف د نظم او ضبط په لړ کې الزامات لګولي وو.

دا تحقیقات په داسې حال کې شوي دي چې د ټرمپ حکومت د کولمبیا څارنه زیاته کړې او وايي یونېورسټي په کېمپس د اېنټي سېمېټېزم یا د یهودیانو خلاف نفرت په مخنیوي کې ناکامه شوې ده.

د جمعې په ورځ د وفاقي حکومت چارواکو اعلان وکړو چې یونېورسټۍ سره د ۴۰۰ مېلین ډالرو مالي مرسته او ټېکې ختموي.

په خلیل الزام کې زیاته توجه په دې خبره ده چې هغه د کولمبیا یونېورسټۍ په اپارټایډ ډيوېسټ ګروپ کې شامل و چې غوښتنه يې کوله چې یونېورسټې دې د اسرایل سره مالي تعلق ختم کړي. په الزام کې دا هم ویل چې هغه بغېر د اجازت نه د یو لاریون په انتظام کې مرسته کړې وه چې په کې د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې ستاینه شوې وه او په سوشل میډیا د صېهونیت خلاف پوسټونو کې په شایع کولو کې خلیل لوی کردار لرلو.

خلیل تېره هفته ای پي ته وویل په هغه ۱۳ الزامات لګول شوي دي چې زیاتره په سوشل میډیا د داسې پوسټونو په اړه دي چې هغه ورسره هېڅ تعلق نه لري.

خلیل وویل چارواکي کانګرس او د ښي لاس سیاستدانانو ته ښودل غواړي چې دوی څه نه څه کوي د دې فکر نه بغېر دا د طالب علمانو دپاره څه معنا لري. هغه زیاته کړه چې د کولمبیا یونېورسټۍ دفتر د فلسطینیانو په حق بیان خاموشه کول غواړي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG