د امریکې د ايمیګرېشن وفاقي چارواکو هغه فلسطیني طالب علم ګرفتار کړی چې تېر کال يې په کولمبیا یونېورسټۍ کې د اسرایل ضد مظاهرو کې فعاله کردار ادا کړی و. دا خبره هغه وکیل کړې ده.
محمود خليل په مېنهېټن کې د یونېورسټۍ ورکړی شوي کور کې و چې د خالي، شنبې، په شپه د ایميګرېشن اېنډ کسټمز اېنفورسمېنټ، ايس، یو شمېر اېجنټان ودانۍ ته ورننوتل او هغه يې په حراست کې واخیستلو. دا خبره د خلیل وکیلې اېمي ګرير اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وکړه.
ګریر وویل په ټېلې فون يې د ایس یو اېجنټ سره خبرې کړي دي او ورته ويل شوي چې ایس د خلیل ويزه د منسوخولو په اړه د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت په احکاماتو عمل کولو.
د ګریر په قول کله چې ایس ته دا معلومات ورکړی شوو چې خلیل د امریکې مستقل رهایشي دی او ګرین کارډ لري نو د ایس اېجنټ وویل د خلیل ګرین کارډ هم منسوخوي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لوظ کړی چې هغه غېر ملکي طالب علمان به ډيپورټ یا ملک بدر کوي چې تېر کال يې د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د اسرایل د جنګ خلاف احتجاجونو کې شرکت کړی دی. د خلیل نیول کېدل په دې لړ کې وړمبۍ ګرفتاري ښکاري.
د ټرمپ د حکومت دریځ دی هغه طالبانو په امریکا کې د پاتې کېدو حق بايللې چې د حماس حمایت یې کړی دی. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
خلیل د یونېورسټۍ د انتظاميي سره د هغه طالب علمانو د مرکچي کردار ادا کړی و چې د احتجاج په توګه یې د یونېورسټۍ په مېدان خیمې لګولې وې او یونېورسټۍ غوښتل چې احتجاجی کېمپ دې ختم کړی شي. د دې کردار په سبب خلیل په یو څو هغو فعالانو کې شامل و چې نوم او شناخت يې معلوم و.
ګرير وویل چارواکو د خلیل مېرمن چې د اتوو میاشتو حامله ده، ته څه نه دي ویل شوي چې په خاونډ يې د څه جرم الزام لګول شوی دی.
د ګرفتارۍ وروسته خلیل د نیویارک سره نږدې په نیورجرزي ریاست کې الېزبت حراستي مرکز ته منتقل کړی شوی دی.
ګریر ای پي ته وویل په دې اړه ورته څه تفصیلات نه دي ورکړی شوي چې خلیل ولي نیول شوی دی. هغې زیاته کړه دا په واضحه ډول په تاوتریخوالي کې اضافه ده او حکومت په خپلو دړکو عملي ګامونه پورته کوي.
د کولمبیان ترجمان (نې) وویل یونېورسټۍ ته د داخلېدو نه مخکې پکار ده چې قانون نافذ کوونکي چارواکي وارنټ وښيي خو په دې اړه يې د څه ويلو نه ډډه وکړه چې ایا د خلیل د ګرفتارۍ نه مخکې هم داسې شوي وو.
د یونېورسټۍ ترجمان (نې) د خلیل په ګرفتارۍ هم د تبصرې نه انکار وکړو.
ای پي سټېټ ډپارټمنټ، ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي او ایس ته هم پېغامونه پرېښودي وو.
ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي د ترهګر تنظیم د حمایت په شمول د پراخه کچه مبینه جرمونو په سر د ګرين کارډ لرونکو په شمول د هر تن د ملک بدر کولو دپاره اقدامات شروع کولی شي خو حتمي فېصله ایميګرېشن جج کوي چې ایا په امریکا کې د مستقل رهایش دپاره د یو تن اجازت نامه ختمه کړی شي او که نا؟ دا خبره کمیل مېکلر کوي چې د امیګرېنټ ای ار سي نومې تنظیم باني ده. دا تنظیم په نیویارک کې قانوني خدمات مهیا کوي.
مېکلر وویل دا یو انتقامي ګام ښکاري چې د یو داسې تن خلاف اخیستل شوی چې خپله رای یې څرګنده کړې چې د ټرمپ حکومت نه خوښېږي.
ای پي سره د شریک کړی شويو معلوماتو ترمخه د کولمبیا یونېورسټۍ یو نوي دفتر د خلیل او د ځینو نورو طالب علمانو په اړه تحقیقات کړي وو په اسرایل د تنقید په سر يې د دوی خلاف د نظم او ضبط په لړ کې الزامات لګولي وو.
دا تحقیقات په داسې حال کې شوي دي چې د ټرمپ حکومت د کولمبیا څارنه زیاته کړې او وايي یونېورسټي په کېمپس د اېنټي سېمېټېزم یا د یهودیانو خلاف نفرت په مخنیوي کې ناکامه شوې ده.
د جمعې په ورځ د وفاقي حکومت چارواکو اعلان وکړو چې یونېورسټۍ سره د ۴۰۰ مېلین ډالرو مالي مرسته او ټېکې ختموي.
په خلیل الزام کې زیاته توجه په دې خبره ده چې هغه د کولمبیا یونېورسټۍ په اپارټایډ ډيوېسټ ګروپ کې شامل و چې غوښتنه يې کوله چې یونېورسټې دې د اسرایل سره مالي تعلق ختم کړي. په الزام کې دا هم ویل چې هغه بغېر د اجازت نه د یو لاریون په انتظام کې مرسته کړې وه چې په کې د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې ستاینه شوې وه او په سوشل میډیا د صېهونیت خلاف پوسټونو کې په شایع کولو کې خلیل لوی کردار لرلو.
خلیل تېره هفته ای پي ته وویل په هغه ۱۳ الزامات لګول شوي دي چې زیاتره په سوشل میډیا د داسې پوسټونو په اړه دي چې هغه ورسره هېڅ تعلق نه لري.
خلیل وویل چارواکي کانګرس او د ښي لاس سیاستدانانو ته ښودل غواړي چې دوی څه نه څه کوي د دې فکر نه بغېر دا د طالب علمانو دپاره څه معنا لري. هغه زیاته کړه چې د کولمبیا یونېورسټۍ دفتر د فلسطینیانو په حق بیان خاموشه کول غواړي.
Forum