لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او حماس جګړه

د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د يرغمل شوو دپاره استازي اېډم بوهلر د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي، تېره اوونۍ د حماس ډلې سره په غزه کې د يرغمل شوو په اړه ليدنه ډېره ګټوره وه، او دغه ليدنه به په يوه اوونۍ کې د هغو خوشي کولو ته لاره جوړه کړي.

امریکې، حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

بوهلر د سي اېن اېن ټي وي په [سټېټ اف دې يونين] پروګرام کې ويلي، د يرغمالو دپاره خبره شوې ده. هغه د اوږدې مودې جنګ بندۍ خبره هم کړې ده.

خيال کيږي چې حماس سره د 2023م کال په اووم اکتوبر حمله کې يرغمل کړل شوو کې 24 تنه ژوندي اوس هم دي، او دوی سره د 34 جسدونو ساتل کېدو هم ويل کيږي.

بوهلر د ترهګرې ګرځول شوې ډلې سره د نورو ليدنو امکان نه دی رد کړی.

هغه زياته کړې، د اسرايلي چارواکي رون ډيرمر په اندېښنه خبر دی، چې ده د حماس سره نېغه په نېغه تماس نيولی دی.

هغه ټينګار کړی چې د خبرو دپاره ښکاره هدف لري، چې د حماس لخوا د 1200 وژنو او د اسرايل په ځوابي عملياتو کې د 48,000 نه زياتو وژنو وروسته شوې ډزبندۍ موده وغځوي.

نوموړي ويلي، "مونږ امریکا يُو، د اسرايل ايجنټ نه يُو، مونږ په دغه لوبه ځانګړې ګټې لرو، مخکې وروسته رابطې کوو".

د بوهلر نه د سي اېن اېن خبريال جېک ټاپر پوښتنه کړې، چې د يو يهودي په حېث هغه د حماس سره خبرې کول څنګه محسوسوي، هغه په ځواب کې ويلي، "که دوی ښه خلک دي او که بد، دا زما د کار يا دندې برخه ده".

د بوهلر او حماس نېغې خبرې د امریکې د لسيزو هغه پاليسۍ سره په ټکر کې دي، چې واشنګټن د امریکې لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې سره د خبرو مخالفت کولو.

د امریکايي خبریال اسټين ټايس په اړه بوهلر ويلي، نه دی خبر چې هغه په شام کې ژوندی دی. خو ويلي يې دي، شام ته ځي، هغه به ولټوي که چرته هلته وي ځان سره به یې کور ته راولي.

امریکايي چارواکي دا اوونۍ د منځني ختيځ په سفر دي چې د غزې د جنګ بندۍ خبرې جاري وساتي.

اسرايل د اتوار په ورځ ويلي، غزې ته بجلي قطع کوي، تېره اوونۍ یې مرستې بندې کړي دي.

اسرايل وايي، په حماس فشار اچوي چې د جنګ بندۍ په لومړي پړاو غځولو اتفاق وکړي کومه جنګ بندي چې تېره اوونۍ ختمه شوې ده.

د غزه تړانګې د شمالې برخې یو تصویر
د غزه تړانګې د شمالې برخې یو تصویر

فلسطیني مسلح ډلې حماس، چې امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی دی، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې وویل تنظیم ته د صدر ډانلډ ټرمپ ګواښونه د اسرایل حوصله افزايي کوي چې په غزه کې د اور بند د معاهدې نه په شا شي.

صدر ټرمپ ویلي که چېرې په غزه کې نیول شوي باقي پاتې ټول یرغمالان ازاد نه کړی شول نو حماس به يې دروند قیمت ادا کوي.

ټرمپ د سوشل ميډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل حماس په مخاطب کولو وویل ټول یرغمالان دې اوس په سمدستي ډول ازاد کړی شي، د هغه کسانو مړي دې بېرته ورکړی شي چې "تاسو قتل "کړي که نه وي نو "دا معامله به د ستاسو دپاره ختمه وي."

ټرمپ زیاته کړه چې دا کار سر ته د رسوولو دپاره اسرایل ته د ضرورت ټول شیان ورلېږي. امریکايي صدر وویل که حماس د هغه خبره نه مني نو د ډلې یو غړی به هم محفوظ نه وي.

د اسرایل او د حماس د ډز بندۍ وړمبۍ مرحله د خالي، شنبې، په ورځ ختمه شوه. په دې مرحله کې حماس ۳۳ اسرایلي یرغمالان او اسرایل د خپل قېد نه قریباً ۲۰۰۰ فلسطینیان ازاد کړل.

وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ تصدیق وکړو چې امریکې د حماس سره نېغ په نېغه مذاکرات کړي دي. په اړه معلومات لروونکو سرچینو وویل د خبرو اترو توجه په امریکايي یرغمالانو وه چې په غزه کې بندي ساتل شوي دي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لېوېټ مذاکرات د امریکايي ولس دپاره د صحیح کار په غرض د نیک نیتۍ کوښښ وبللو.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر په یو بیان کې وویل اسرایل امریکې ته حماس سره د نېغ په نېغه مذاکراتو په اړه د خپل دریځ اظهار کړی دی.

د اسرایل او د حماس جنګ د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر د ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت ترمخه په سیمه کې د ۴۸۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم شامل دي. د جنګ دلاسه د غزه په پراخه کچه علاقې تباه شوي او د سیمې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوې وه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG