لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو په غزې او لېبنان بریدونه کړي او امریکا د جګړې د پراخېدو وېره ښودلې


Israel Palestinians
Israel Palestinians

واشنګټن – د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ په غزې پټۍ باندې تازه بریدونه کړي او د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو وزیران سره راټول شوي چې د یو بشري اوربند پر غوښتنې باندې غور وکړي.

اسرایلي الوتکو همدارنګه په لېبنان کې د حزب الله په ګڼو ځایونو باندې بریدونه کړي او پوځ ویلي چې په هغو ځایونو هم بریدونه شوي له کومو چې په اسرایلو باندې د راکټي او د ټانکونو ضد بریدونو لپاره تیاری نیول کېده.

د اروپا د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل خبریالانو ته وویل، دی باور لري چې په شخړه کې یو بشري وقفه ضروري ده چې په غزه کې خلکو ته مرسته ورسول شي.

د هغه دغه تبصره یوه ورځ وروسته له هاغې شوې چې د بشري مرستو یو کاروان ته اجازه ورکړل شوې چې د رفعه له لیارې غزې ته ننوځي.

بورېل وویل، "په لومړۍ ورځ شلو ټرکونو ته اجازه ورکړل شوې او تېره ورځ شل نور ټرکونه. خو په عادي حالاتو کې غزې ته هره ورځ سل ټرکونه تلل. نو ځکه دا ښکاره ده چې شل ټرکونه کافي نه دي."

اسرایلو له دوو اونیو زیات وخت راهیسې په غزه باندې د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې د بریدونو په غبرګون کې چې ۱۴۰۰ اسرایلیان پکې وژل شوي وو بریدونه کوي.

ملګري ملتونه وايي، ۱.۴ میلیونه خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي او په غزه کې دا وخت د اوبو، خواړو، سون توکو او درملو سخت کموالی دی.

بورېل همدارنګه وویل، چې د جګړې د کمولو په هڅو کې د حماس له لوري له غزې څخه د توغندیو د ویشتلو درول هم شامل دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې یا اتوار په ورځ ویلي،‌ چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۴۶۵۱ کسانو ته رسېدلی او ۱۴۲۵۴ نور ژوبل شوي دي.

اسرایلي چارواکو ژمنه کړې چې تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې حماس نور د بریدونو کولو توان و نه لري.

د امریکا،‌ کاناډا، فرانسې، جرمني،‌ ایټالیا او برتانیې مشرانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اسرایل او حماس د جګړې په اړه په ټیلیفون باندې بحث کړی چې د ولسمشر جو بایډن لخوا ترتیب شوی و.

هغوی په یو ګډ بیان کې له اسرایلو سره خپل ملاتړ څرګند کړی او دا چې حق لري له خپل ځانه دفاع وکړي خو په ورته وخت کې یې ترې غوښتي چې نړیوالې قوانینو سره سم عمل وکړي او ملکیان وژغوري.

دوی همدارنګه د حماس لخوا د دوو تښتول شویو اسرایلیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او پاتې نورو برمته کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې هم کړې.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن او د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې یا اتوار په ورځ په خپلو مرکو کې ویلي، چې امریکا په منځني ختیځ کې د اسرایلو او حماس د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښمنه ده.

اسټن د امریکا اې بي سي ټي وي ته ویلي، "مونږ د جګړې د زیاتوالي او ډېر زیاتوالي په اړه اندېښمن یو."

خو هغه وویل، چې امریکا د غبرګون ښودلو توان لري او وویل، د امریکا سمندري کښتۍ هغه ډرونونه غورځولي چې له یمن څخه توغول شوي وو او اسرایلو لوري ته روان وو.

اسټن وویل، "مونږ دا حق لرو چې له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړو او مونږ به په غبرګون ښودلو کې صرفه و نه کړو."

بلېنکن هم ان بي سي ټي وي ته وویل، "مونږ ته ښکاري چې کېدای شي جګړه زیاته شي. د ایران پلوو ډلو لخوا زمونږ د ځواکونو او زمونږ د خلکو پر خلاف."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG