لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ابراهیم ځدران خپله جاېزه ٫٫ د پاکستان نه په زوره وېستل کیدونکي افغانانو ته وقف کړه٬٬


ICC Cricket World Cup 2023 - Pakistan v Afghanistan
ICC Cricket World Cup 2023 - Pakistan v Afghanistan

د هندوستان چېناي کرکټ مېدان کې د پاکستان خلاف نړیوال کپ کې ګټه ترلاسه کوونکې د افغانستان کرکټ لوبډلې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدران وېلي دغه جاېزه هغه افغانانو (کډوالو) ته وقف کول غواړي چې په زوره د پاکستان نه افغانستان ته لېږلی کیږي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د ګل (دوشنبې) په ورځ د ښه بېټنګ او باولنګ له کبله د نړیوال کپ په مقابله کې پاکستان ته په اته وکټو ماتې ورکړې. دا اول ځل وو چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ۵۰ اوورونو په لوبه کې د مخالف لوبډلې دومره زیات رنزونو هدف پوره کړو او د پاکستان خلاف یې په ۸ مقابلو کې په اول ځل لوبه وګټله.

ابراهيم ځدران د افغانستان له اړخه په ۱۱۳ بالونو ۸۷ رنزونه جوړ کړل. ځدران‌ ووېل هغه ډېر خوشحاله دی چې په دغه سیالۍ کې یې دومره ښه لوبه وکړه او زیاته یې کړه د یو مثبت ارادې سره یې لوبه کول غوښتل.

د چېناي کرکټ مېدان کې د افغانستان مینه والو د افغان جهنډو سره د خپلې لوبډلې سره د مرستې څرګندونې وکړې. د نړیوال کرکټ کپ په روانو سیالو کې دا د افغانستان کرکټ لوبډلې دوېمه لویه ګټه وه. سپنر باولر نور محمد د نړیوال کرکټ لوبې په خپله اولنۍ مقابله کې د پاکستان درې لوبغاړي آوټ کړل او د بېټنګ لپاره زیات ښه مېدان باندې یې د پاکستان لوبډله د ۲۸۳ رنزونو جوړولو پورې محدود وساتله.

د مېچ ګټلو وروسته د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان حشمت الله شاهدي ووېل،‌” ګټې ډېر خوند وکړو. په کومه طریقه چې مونږ رنزونه پوره کړل هغه د کرکټ یو ښه معیاري لوبه وه.‌ مونږ د تېرو څوکلونو راهسې ډېره ښه لوبه کوو. مونږ به د مثبت کرکټ کولو لپاره خپل پوره کوشش کوو او د خپل ملک لپاره به ډېر څه کوو.“

د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان بابر اعظم ووېل دوي دافغانستان کرکټ ډلې ته د رنزونو ښه هدف ورکړی وو خو زیاته یې کړه باولرانو یې ښه لوبه اونه کړه ځکه چې دوي د لوبې په منځ کې د افغانستان لوبغاړي آووټ نه کړل.

د مېچ ګټلو سره سم افغانستان کې په يو شمېر ځايونو کې خلک په ګاډو کې په سړکونو او لارو کوڅو ته راوتي وو اود پاکستان خلاف یې د کرکټ د ګټې خو شحالۍ لمانځلې.

د بسم الله جان په نوم يو تن په اېکس (پخواني ټوېټر) باندېلیکلي،” کابل کې خلک راوتلي خو د بده مرغه د طالبانو په مو سيقۍ د بنديز له امله دوي نه شي کولې چې دا خوشالۍ په سم ډول وکړي. “

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG