لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال نوملړ: د نړۍ په 177 هېواد کې په افغانستان کې د ښځو حالت تر ټولو زیات خراب دی


افغانستان د ښځو د حالت په اړه په یوه نړیوال نوملړ کې تر ټولو په ټیټ درجه راغلی دی، ملګرو ملتونو هم په یو تازه رپوټ کې ويلي چې د طالبانو حکومت پر ښځو بندیزونه نور هم زیات کړي دي.

د جنسیت، سولې او امن لپاره د اوسلو د سولې د څېړنیز مرکز مشرې ټورن ایل ټریګسټاډ ویلي، له 2021م کال راهیسې افغانستان د ښځو لپاره د یو بد هېواد درجه خپله کړې ده:

"افغانه ښځه هره ورځ بې له [رسمي] کار لرلو، بې له تعلیم او د خپل ژوند پر چارو له واک لرلو پرته را ویښېږي، دا رپوټ باید د نړۍ پر مشرانو د ویښتیا ږغ وي چې پوه شي د ښځو یو ملت بندي دی".

د دې درجه بندۍ له مخې یمن په نړۍ کې تر ټولو په ټیټه کچه دویم او سنټرل افریقن ریپبلکن درېیم هېواد دی چې د ښځو حالت پکې ښه نه دی.

رپوټ وایي هغه ټول 20 هېوادونه چې د ښځو د حالت له پلوه په ټیټه درجه کې دي، د 2021م او 2022م کلونو تر منځ له وسلوالو شخړو سره مخ وو، وایي په دغو اکثرو هېوادونو کې تر نیمایي زیاتو ښځو جګړو ته نیژدې ژوند کړی.

د "ښځې، سوله او امن (ډبلیو پي ایس) انډکس" تر سرلیک لاندې دغه نوملړ نن د اکتوبر پر 24مه په نیویارک کې خپور شوی، چې له مخې یې په افغانستان کې د ښځو حالت په 177 هېوادونو کې تر ټولو په ټیټه درجه او خراب ښوول شوی دی.

په دې نوملړ کې ډنمارک د 2023م کال د دې درجه بندۍ له مخې د ښځو د حالت په اړه د ټولو هېوادونو په سر کې راځي، چې د افغانستان تر ښځو درې چنده لوړ دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» په افغانستان کې د بشري حالت په اړه په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د طالبانو حکومت د خپلو پخوانیو بندیزونو په دوام په تېرو اګست او ستمبر میاشتو کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه نور زیات کړي دي.

د دې تازه څېړنې د څلورمې ګڼې له مخې په هغو ټولنو کې چې د ښځو حالت یې ښه دی، زیاتې پرامنه، جمهوري او سوکاله او د موسمي بدلونونو د اغېزو قبلولو ته ښې تیارې دي.

دا تازه نوملړ یا انډکس د امریکې د جارج ټاون پوهنتون د ښځو، سولې او امن انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې په څېړنیز مرکز کې د جنسیت، سولې او امن مرکز په ګډه خپور کړی دی.

په څېړنه کې په 177 هېوادونو کې له پېژندل شویو سرچینو څخه په ټولنه کې د ښځو د شمولیت، انصاف او امن په اړه معلومات را غونډ کړل شوي دي.

په څېړنه کې له تعلیمه تر کار کولو او له قانوني اړخونو تر تشدد پورې په 13 برخو کې د ښځو حالت ارزول شوی دی.

امریکا سږ کال په دغه نوملړ کې 37 ځای لري، چې د ښځو د حالت په اړه یې له سلوېنیا، بلغاریا او تایوان سره برابر ځایونه خپل کړي دي.

د ښځو د سولې او امن په نوملړ کې پر دې ټینګار شوی چې متضاد هیوادونه څنګه کولای شي د ښځو د هوساینې په برخه کې کار وکړي او د ویتنام مثال یې ورکړی چې د ښځو د حالت له پلوه پر 24م نمبر دی خو انصاف ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې یې 154 ځای خپل کړی دی.

د ناروې د سولې د څېړنو انسټیټیوټ ویلي، ټول هیوادونه د ښځو د حالت د ښه کېدو لپاره امکانات لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG