د پاکستان قامي هوایي شرکت پي آی اې د سخت مالي بحران اؤ د تېلو د نشتوالي له امله په بشپړ ډول تړل کېدو ته نزدې شوی دی اؤ د پي آی اې ویاند منلې ده چې د تېرو 10 ورځو په مهال ددغه هوایي شرکت د الوتکو تر 300 زیاتې الوتنې منسوخ کړی شوې دي.
د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د پاکستان قامي هوایي شرکت دا مهال د بدترین بحران سره مخ دی اؤ د پاکستان د تېلو سرکاري کمپنۍ (پي ایس او) له دې امله پي آی اې ته دتېلو ورکول کم کړي دي چې دغه هوایي شرکت پي ایس او ته د تېلو ورپاتې پیسې په وخت نه شي ورکولی.
د پي ایس او له لوري پي آی اې ته د تېلو کمولو له امله د 14م اکتوبر نه راپدېخوا د پي آی اې 322 الوتنې منسوخ کړل شوي دي چې دې کې 134 الوتنې بهرنیو هیوادونو ته ټاکل شوې وې.
ډان د پي آی اې د ویاند له قوله ویلي دي چې د تېرې نهې یا سه شنبې په ورځ د پي آی اې ټولې 51 الوتنې منسوخ کړل شوي چې 27 پکې د ملک دننه وې.
د پاکستان قامي هوایي شرکت د تېرې ډيرې مودې راهسې په تاوان کې روان دی اؤ په نزدې وختونو کې حکومت د پي آی اې شخصي څانګې ورکولو هڅې هم چټک کړي دي.
د پي ای اې شخصي څانګې ته د ورکولو اقدام :
په 14م ستمبر د پاکستان د نګران وزیراعظم انوار الحق په مشرۍ د پي آی اې په اړوند یوه مهمه غونډه شوې وه چې د مطبوعاتو له مخې دغه غونډه کې وزیراعظم اړونده چارواکو ته د پي آی اې شخصي څانګې ته د ورکولو د عمل چټک کولو وینا کړې وه.
تېره میاشت په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ چې د الوتکو جوړولو کمپنیو بوینګ اؤ اییر بس پي آی اې ته د جهازونو د پرزو ورکولو پروګرام تړلی دی.
پي آی اې څومره الوتکې لري اؤ دا الوتکې د چا دي؟
د برتانوي خبري اژانس بي بي سي د یو رپورټ له مخې دا مهال پي آی اې ټولې 31 الوتکې لري چې هغې کې زیاته شمېره د جهازونو جوړونکې کمپنۍ اییر بس دجوړو کړل شوو ای320 الوتکو ده اؤ دامریکایي جهاز جوړونکې کمپنۍ بوینګ څو جهازونه هم د پي آی اې سره شته.
رپورټ وایي په دې کې خوا وشا 15 جهازونه داسې دي چې پي آی اې په لېز یا اجاره ترلاسه کړي دي اؤ اوس د پاکستان قامي هوایي شرکت هره میاشت ددغو جهازونو استعمالولو په بدل کې د اجارې کمپنیو ته درنې پیسې ورکوي.
د بي بي سي د یاد رپورټ له مخې د انټرسټ یا سود د مرستې د پروګرام په اساس حکومت په پي آی اې د ورپورې قرضونو پسر هرکال 23 اربه روپۍ د سود په مد کې ورکوي اؤ په پي آی چې کومې قرضې ورپورې دي هغه پي آی اې پخپله لنډوي.
په دې وروستیو کې د پي آی اې مالي ستونزې دومره زیاتې شوې وې چې ددغه ادارې ملازمانو ته میاشتني معاشونه هم نه ورکول کېدل چې له امله یې هغوي څو ورځې کار بندېز کړی ؤ خو وروسته بیا د معاشونو ورکولو ستونزه په عارضي توګه هواره کړل شوه اؤ د پي آی اې ملازمانو خپل کار بندیز ختم کړی وو.
Forum