لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورلډ کپ تاریخ کې اسټریلیا نیدر لېنډز ته تر ټولو ستره ماتې ورکړې ده


د نړیوال کپ په تاریخ کې اسټریلیا نیدر لېنډز ته په تر ټولو زیاتو 309 منډو ماتې ورکړې ده اؤ په ترسره شوې سیالۍ کې یې ګڼ شمیر ریکارډونه جوړ کړي دي.

د شورو-چهارشنبې په ورځ د هند د ډیلي په ارون جیټلي اسټيډیم کې د کرکټ د نړیوال کپ په ترسره شوې 24مه سیالۍ کې اسټریلیا 399 منډې جوړې کړې وې اؤ نیدر لېنډز ته یې د 400منډو هدف ټاکلی ؤ چې دهغې د پوره کولو په هڅه کې د نیدر لېنډز ټوله لوبډله په 21 اوورونو کې په 90 منډو وسوځېده.

نیدر لېنډز ته له ماتې ورکولو وروسته د پوانټنو په ټیبل د اسټریلیا پواینټونه شپږو ته رسیدلي اؤ څلورم مقام یې پځای دی.

د نړیوال کپ په سیالیو کې دا د اسټریلیا دریمه بریا ده.

د اسټریلیا لوبډلې تر اوسه پینځه سیالۍ کړې دي چې هغې کې یې دوه بایللي دي.

د اسټریلیا پخپله پاڼۍ کې 399 منډې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان جوړې کړې چې هغې کې د ګلین میکسویل 106 منډې هم شامل وې.

ګلین میکسویل ټول 40 بالونه ولوبول اؤ په 106 جوړو کړو منډو کې یې 8 شپږیزې اؤ 9 څلوریزې هم شامل وې.

مچل مارش یوازې د نهو منډو په جوړولو وتوانېدو اؤ ډیوډ وارنر اؤ اسټیو اسمتهـ په ګډه 132 منډې جوړې کړې .

اسټیو اسمتهـ 71،مارنس لبوشین 62 ،جوش انګلس 14 اؤ کیمرون ګرین 8 منډې جوړې کړې خو مچل اسټارک بیا یوه منډه هم جوړه نه کړی شوه اؤ وسوځېدو.

ډیوډ وارنر په 93 بالونو د دریوؤ شپږیزو اؤ‌ 11 څلوریزو په مرسته 104 منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدو.

کپتان پيټ کمنز په 12 منډو جوړولو وتوانېدو اؤ پرته له سوځېدو پاتې شو.

د نیدر لېنډز له لوري لوګن وین بیک څلور، باس ډي لیډی دوه اؤ ارین دت یو لوبغاړی وسوځولو.
د اسټریلیا لخوا د 400منډو د ورکړل شوي هدف پوره کولو په هڅه کې چې کله د نیدر لېنډ وکرم جیت سنګهـ اؤ میک او ډاوډ لوبې ته لوبې ته را ووتل نو هغوي د اسټریلیا د بالرانو مخې ته ټینګ نه شول اؤ میکس او ډاؤډ یوازې په شپږو اؤ وکرم جیت سنګهـ ‌په 25 منډو وسوځېدل.
کولن ایکرمین 10،اؤ باس دي لیڈی 4 منډې جوړې کړې اؤ کله چې د نیدر لېنډز منډې 62 ته رسېدلي نو نیمه لوبډله یې سوځېدلې وه.
د نیدر لېنډز سایبرینډ اینجلبرچټ 11 اؤ تیجا ندامانورو 14 منډې جوړې کړې خو لوګن وین بیک او روئیلوف وین ډیر مروی بیا په صفر وسوځېدل، اریان دت 1 منډه جوړه کړه اؤ پال وین میکرین هم پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېدو.

د نیدر لېنډز کپتان اسکاټ ایډورډز پرته له سوځېدو 12 منډې جوړې کړې.

د اسټریلیا له لوري ایډم زمپا 4، مچل مارش 2 اؤ مچل اسټارک، جوش هیزل ووډ اور پیټ کمنز یو، یو لوبغاړی وسوځولو

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG