لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او کېنېډا 40 زره افغانان منلي دي


برتانیې د پناه اخیستو په شرطونو برابرو هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده چې تر دوو کلونو له زیاتې مودې راهیسې په پاکستان کې بند پاته وو. بل لور ته کېنېډا هم اعلان کړی چې د دې کال تر پایه به شاوخوا څلوېښت زره افغانانو ته ځای ورکړي.

په دغو کې هغه افغانان او د هغوی کورنۍ هم شاملې دي چې په افغانستان کې یې د برتانیې په پوځ یا د پوځ لپاره کار کړی او ترجمانان پاته شوي او یا یې په بریټیش کونسل کې د استادانو په توګه دنده تر سره کړې ده.

بي بي سي د حکومتي شمېرو له مخې لیکلي چې شاوخوا 3,250 افغانان سړي، ښځې او ماشومان د اسلام اباد په هوټلونو او کورونو کې په انتظار اوسېدل چې برتانیې ته ولېږدول شي.

ټاکل شوې چې برتانیا به دغه افغانان په چارټر الوتکو کې باسي او چارواکي وایي په لومړۍ الوتکه کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ 132 افغانان برتانیې ته رسول شوي دي.

په دغو افغانانو کې ځینو په پاکستان کې شاوخوا یو کال انتظار کړی دی، دوی وايي په پیل کې یې فکر کاوه څو اوونۍ به پاکستان کې وي او بیا به برتانیې ته ولېږدول شي، خو وایي څو میاشتې په پاکستان کې پاته شول، خو نه یې د کار اجازه لرله، نه یې ماشومان سکولونو ته تلل او نه یې د علاج اسانتیاوو ته لاسرسی درلود.

د برتانیې د حکومت لپاره د دغو افغانانو د ستنولو بهیر هغه وخت لانجمن شو چې هغه هېواد ته د تګ په شرایطو برابرو دوه کډوالو د لندن په یو عدالت کې مقدمه وکړه او برتانیا مجبوره شوه چې د دوی د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي.

ډان ورځپاڼه وایي په دې لړ کې د برتانیې د های کمیشن پلاوي د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان د هوابازۍ له اعلی چارواکو سره لیدلي او په 12 ځانګړو الوتکو کې د دغو افغانانو د لېږدولو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ورځپاڼې د یو اعلی چارواکي له خولې لیکلي چې برتانیې ته د دغو ټولو افغانانو د بېولو بهیر به د دسمبر میاشتې په منځ کې بشپړ شي، وایي دوی به له اسلام اباده په اوونۍ کې په یوه یا دوو چارټر الوتکو کې لېږدول کېږي.

بل لور ته چې کېنېډا د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ژمنه کړې وه څلوېښت زره افغانان به قبول کړي، تر اوسه یې 39,730 کسان دغه هېواد ته منتقل کړي دي.

د کېنېډا د کډوالۍ او شهریت ادارې اعلان کړی چې دغه افغانان یې په هېواد کې مېشت کړي ‌دي، په دغو کسانو کې تر نیمایي زیات د کېنېډا د هغه بشري پروګرام په بنیاد لېږدول شوي چې د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو، د قومي او مذهبي اقلیتونو خلکو ته ځانګړی شوی دی.

له د سره سره 12000 نور هغه افغانان هم کېنېډا ته لېږدول شوي دي چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له حکومت سره کار کړی وو.

په کېنېډا کې له مېشت کړل شویو افغانانو څخه 17000 هغه ښځې دي، چې یا یې په مخکیني حکومت کې کار کاوه یا قانون جوړوونکې او مدني فعالانې وې.

کېنېډا پلان لري د روان کال تر پایه د څلوېښت زره افغانانو له مېشت کولو وروسته هغه افغانان هم ور منتقل کړي چې په خپل هېواد کې د طالبانو د ممکنه انتقام له کبله ژوند په خطر کې دی.

برتانیې او کېنېډا په داسې وخت د دغو افغانانو د لېږدولو بهیر تېز کړی چې د پاکستان نګران حکومت په روانه اکتوبر میاشت کې اعلان کړی، په هېواد کې مېشت غیرقانوني کډوال به- چې زیات یې افغانان دي- د اکتوبر تر 31مې نېټې وباسي.

که څه هم ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نورو نړیوالو تنظیمونو، د پاکستان د بشري حقونو کمیشن، د پښتنو ملتپالو ګوندونو د پاکستان د حکومت دا پرېکړه غندلې او غوښتنه یې کړې چې افغانان دې بیرته خپل هېواد ته نه لېږل کېږي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټی وایي، پرېکړه یې نه ده بدله شوې او د غیرقانوني کډوالو د شړلو انتظامات یې بشپړ کړي‌ دي او وایي د نومبر له لومړۍ نېټې به هیڅ بهرني وګړي ته اجازه نه وي چې بې له ویزې او پاسپورټه پاکستان ته داخل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG