لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې په لکونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه کړي دي


د شنبې په ورځ په سلګونو زره مظاهره چیانو د اروپا، منځني ختیځ او اسیا په ښارونو کې د فلسطین په ملاتړ د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د هوایي او ځمکنیو بریدونو د پراخیدو پرضد احتجاجي مظاهرې اؤ لاریونونه کړي دي.

په لندن کې د راجوړ شوي تر تولو د ستر لاریون د فضا څخه جوړې کړل شوې ویډیوګانې ښایي چې په زیات شمیر خلک د پلازمینې په مرکز کې لاریون کوي ترڅو د برتانیې د وزیر اعظم ریشي سنګهـ د حکومت څخه د اوربند غوښتنه وکړي.

مظاهره کوونکې کیملي ریویلټا وایې"سپر طاقتونه اوس کافي کار نه کوي،همدا لامل دی چې موږ دلته یو، مونږ د اوربند غوښتنه کوؤ،دفلسطینیانو دحقونو،د وجود د حق، دژوند د حق،دبشري حقونو ،مونږ د ټولو حقونو غوښتنه کوو"

هغې وويل: "دا (مظاهره)د حماس په اړه نه ده، دا د فلسطينيانو د ژوند د ساتنې خبره ده"

د واشنګټن دریځ سره د ودرېدو په توګه د سینګهـ حکومت د اوربند د غوښتنې کولو څخه ډډه کړې ده خو د انساني خواخوږۍ په اساس دغزې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره جګړه کې د دمې راوستو غوښتنه کوي.

برتانیې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والې ډلې له لخوا په اسرایل له برید وروسته چې ۱۴۰۰ کسان په کې ووژلی شول،د ځان ددفاع په توګه د اسرایل د ځوابي اقدام ملاتړ کړی دی.

د حماس د واک لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا د شنبې په ورځ دخپور شوي ورځني راپور له مخې، په غزه کې د تېرو دریوو اوونیو راهسې د اسرایل لخوا روانو بمباریو کې د مړو شمیره 7,650 ته رسیدلې چې زیاتره پکې ملکي وګړي دي.

د حماس په بريدونو د لويديځو هیوادونو او ګڼو وګړو له لوري له اسرايل سره کلک ملاتړ او خواخوږي ښودل شوې ده، خو د اسرايل غبرګون هم په تېره بيا د عربي او اسلامي هېوادونو غصه راپارولې ده.

په ملایشیا کې ګڼ شمیر مظاهره چیان د شنبې په ورځ کوالالمپور ښار کې دامریکایي سفارتخانې مخې ته ورټول شوي اؤ کلک شعارونه یې ورکول.

استنبول کې خپلو لکونو پلویانو ته په وینا کې د ترکي صدر طیب اردګان وویل اسرایل اشغالګر اؤ حماس ته د ترهګر تنظیم نه ویلو په اړوند یې خپل دریځ یو وارې بیا تکرار کړو.

امریکې په کال 1997م کې حماس غیرملکي ترهګر تنظیم ګرځولی ؤ.

اردګان په روانه اوونۍ کې د اسرایل له لوري

عراقیانو په بغداد کې په یوه لاریون کې برخه واخیسته،اؤ داسرایل په مقبوضه لویدیځه غاړه هیبرون کې فلسطیني مظاهره چیانو په نړیواله کچه د اسرایل جوړو شیانو نه د بایکاټ یا پرېکون غوښتنه وکړه.

هغوي شعارونه ورکول چې "د فلسطین د ماشومانو په وژنه کې رول مه لوبوئ"

په اروپا کې هم د شنبې په ورځ خلک د کوپن هیګن، روم اؤ سټاک هوم سړکونو ته وتلي اؤ لاریونونه یې کړې دي.

د فرانسې په ځینو ښارونو کې د جګړې له پیل سره سم په لاریونونو بندیز لګول شوی ځکه فرانسه ویره لري چې مظاهرین کولی شي ټولنیز تاوتریخوالی ته وده ورکړي، مګر د بندیز سره سره، د شنبې په ورځ په پاریس کې یوه کوچنۍ مظاهره وشوه. په سویلي ښار مارسیل کې هم په سلګونو کسانو لاریون کړی دی.

د نیوزیلینډ په پلازمینه ویلینګټن کې په زرونو خلکو د پارلیمان د ودانۍ مخې ته لاریون اؤ احتجاج کړی دی.

دغو مظاهره چیانو د فلسطین بیرغونه او پلی کارډونه پورته کړي وؤ چې د "آزاد فلسطین" شعارونه پرې لیک وؤ .

په لندن کې د اسرایل د سفارت په شاوخوا کې د مظاهرو پر وړاندې ځانګړي بندونه وهل شوي وو.

په لندن کې د شنبې په ورځ شوی لاریون پر امنه و، مګر پولیسو وویل چې دوی دوه کسان نیولي دي، یو یې د لاریون په لاره کې وروسته له هغې ونیولو چې په یو پولیس افسر ګزار وشو او بل یې د نسلي تعصب د وینا په کولو سره نیولی دی.

پولیسو اټکل کړی چې د لندن لاریون کې د 50,000 څخه تر 70,000 خلکو ګډون کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG