لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک وایي که د اسرایل حماس جګړه اوږده شي د تېلو یو بېرل به تر 150 ډالره زیات ګران شي


په اوکراین د روس له یرغل وروسته چې په نړۍ کې تېل ګران شوي وو، اوس په منځني ختیځ کې روانې شخړې هم دا ویره پیدا کړې ده چې دا جګړه پسې وغزېږي کېدای شي په نړۍ کې بیا د تېلو بیې پورته شي.

نړیوال بېنک د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي، تمه ده که د روان کال په وروستیو درو میاشتو کې په نړۍ کې د تېلو د یو بېرل بیه په اوسط ډول 90 ډالره پاته شي، په 2024م کې به په اوسط ډول 81 ډالرو ته را کښته شي.

خو وایي که په منځني ختیځ کې جګړه پسې اوږده شي نو په نړۍ کې به د تېلو بیې په ممکنه توګه یو بېرل 150 ډالره ته پورته شي او له دې سره به خوراکي توکي هم ګران شي.

د نړیوال بېنک په وروستي «کموډیټي مارکیټ اوټ لوک» رپوټ کې ویل شوي چې د اسرایل او حماس جګړې له پیل کېدو راهیسې د تېلو بیې یواځې شپږ فیصده لوړې شوې دي.

د ورلډ بېنک ډپټي چیف اکانومیسټ ایهان کوز وایي، د تېلو د بیو لوړوالی که همداسې دوام وکړي دا به ضرور په دې معنا وي چې خوراکي توکي به هم ورسره ګرانېږي:

"که د تېلو بیې له شدید ټکان یا جټکې سره مخ کېږي نو دا به خوراکي توکي نور هم ګران کړي چې په ډېرو پرمختلونکو ملکونو کې مخکې لا ګران شوي دي."

د نړیوال بېنک په رپوټ کې ویل شوي، د چین د تېلو غوښتنه په حیرانوونکي ډول زیاته شوې چې وایي سبب یې د ریل اسټېټ په برخه کې فشارونه دي، وایي د 2023م په لومړیو نهو میاشتو کې یې د تېلو غوښتنه د تېر کال د همدې مودې په نسبت 12 فیصده زیاته شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي که د منځني ختیځ جګړه د تېلو په سپلای کې د منځنۍ کچې د خنډ سبب شي، نو په نړیواله کچه به د تېلو ورځنۍ سپلای کمه شي او کېدای شي له دې سره د تېلو بیې تر 35 فیصده پورې زیاتې شي.

رپوټ وایي که د تېلو په سپلای کې لوی خنډ پېښ شي څنګه چې په 1973 کې عربو تېل بند کړي وو، نو نړۍ ته به د تېلو سپلای ډېره کمه شي او د تېلو بیې به له 56 تر 75 فیصده لوړې شي، چې کېدای شي یو بېرل له 140 ډالرو 157 ډالرو ته ورسیږي.

نړیوال بانک وویل که څه هم لوېدیځو هېوادونو په روس باندې د تېلو د بندیزونو له کبله ماسکو ته د اوکراین د یرغل سزا ورکړې، خو وایي له روسه د تېلو پیداوار او برآمدات یا صادرات سږ کال نسبتاً پر ځای ولاړ وو.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG