لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یهودانو او مسلمانانو پر ضد نفرت-د اسراییل او حماس د جګړې بل مخ


د امریکا په ټېکساس ایالت کې امریکنۍ پاکستانۍ ډاکټره طلعت جهان خان تېره ورځ په خپل کور کې په چړو وهل شوې او وژلې شوې ده. د اکتوبر په ۲۱مه د امریکا بل ایالت مېشېګان کې د یهودي ټولنې مشره سمانته وول مړی موندل شوی وو. هغه هم په چړو وهل شوې وه. د بحر اطلس (اټلانټک سمندر) بلې غاړې، يورپ کې هم، د یهودانو پر ضد حملو او کرکه کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

په نیویارک کې د یهودانو یو غیردولتي تنظیم – انټي ډېفېمېشن لیګ – تېره هفته رپوټ ورکړ چې د اکټوبر د اوومې نېټې راهيسي په امریکا کې د یهودو په ضد د نفرت پېښو کې قریب څلورسوه فیصده (٪۴۰۰) اضافه راغلې ده. د دې تنظیم د دعوې ترمخه، د اکټوبر د اوومې نه تر ۲۳مې نېټې پورې چې امریکا کې کومې ۳۱۲ یهود ضد د نفرت پېښې شوې دي، په هغو کې ۱۹۰ یې د اسراییل او حماس جنګ پورې تړلې وې.

همدا شان د مسلمانانو خلاف د نفرت په پېښو کې د اضافې خبرونه هم ورکړی شوي دي. د امریکن-اسلامیک رېلېشن کونسل (کائیر تنظیم) تېره هفته وویل چې د اکټوبر د اوومې نېټې راهیسي ورته څه د ۷۷۴ داسې واقعاتو شکایتونه رسېدلي چې د اسلاموفوبیا او فلسطینیانو او عرب خلاف جذبات په کې شامل و. کائیر زیاته کړې چې د ۲۰۱۵ کال راپه دېخوا د اسلاموفوبیا یا د اسلام نه د کرکې دومره پېښې کله هم نه وې لیدلی شوې.

په امریکا کې یهودو طالب علمانو ته ګواښونه

د خالي او اتوار په ورځو امریکا کې د نیویارک په وتلې کورنل یونیورسېټۍ کې یهودو طالب علمانو ته ورکړل شوو ګواښونو په پوهنتونونو کې د یهودانو پر ضد د ممکنه تشدد وېرې او اندېښنې زیاتې کړي دي. د

غه دړکې په آنلاین او همدا شان په لیکلې بڼه د یونیورسېټۍ په کمپس کې لګولی شوې وې. اېف بي آی (د امریکا د تحقیقاتو اداره) وایي چې په کورنل پوهنتون کې په ورستیو واقعاتو خبر دي.

د یهودي طالب علمانو یو نماینده وویل چې دړکو د وېرې یو شمېر یهود طالب علمان د اتوار شپه د پوهنتون د یهودي مرکز د هاسټل نه بهر تېره کړله او ځینو مېندو او پلرونو خپل اولادونه کورنو ته وبلل.

په نیویارک کې د کولمبیا یونیورسېټۍ یو شمېر طالب علمانو له انتظامیې وغوښتل چې د یهودي ضد جذباتو په وړاندې د دوی تحفظ وکړي
په نیویارک کې د کولمبیا یونیورسېټۍ یو شمېر طالب علمانو له انتظامیې وغوښتل چې د یهودي ضد جذباتو په وړاندې د دوی تحفظ وکړي

د گل/دوشنبې په ورځ د امریکا د عدلیې وزارت وویل چې تېره هفته یې د لاس وېګس په یو اوسېدونکي جان انټوني مېلر باندې فرد جرم ولګولو، ځکه هغه داسې غږیز پیغامونه پرېښودلي و چې د امریکا یوه یهوده سنېټره –د نېوادا ایالت ډېموکراټه جېکي روزېن - یې په مرګ ګواښلې وه.

همدا شان د امریکایي مسلمانانو خلاف د نفرت واقعات هم سېوا شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې د امریکا په اېلېنوی ریاست کې یو شپږ کلن مسلمان ماشوم د چړو په ګوزارونو ووژل شو او مور یې سخته زخمي شوله. د هغې پېښې ملزم ګرفتاره شو او ورباندې د نفرت د جرم تور لګېدلی دی. پولیس وایي، په ماشوم او مور یې په دې دلیل حمله شوې چې هغوی مسلمانان و.

دوه ورځې وړاندې د امریکا په تکساس ایالت کې د طلعت جهان خان په نوم یوه ډاکټره چې په اصل کې پاکستانۍ وه، ووژل شوه. د شمالي امریکا د پاکستاني ډاکټرانو اېسوسیشن وایي، دوی دا پلټنه کوي چې معلومه کړي ډاکټر طلعت خو به د مسلمانانو په ضد د نفرت د جذباتو په لړ کې نه وي وژل شوی.

په یورپ کې د نفرت واقعات

په یورپ کې د یهودانو پر ضد د حملو او کرکې وضعه، د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې وروسته، لا نوره خرابه شوې ده.

یوازې په برطانیه کې، چارواکي وایي چې د اکتوبر ۷م نه تر ۲۴م پورې په هغه ملک کې د یهودو ضد ۸۰۹ واقعات شوې دي. او د مسلمانانو د حقونو یوه ډله (Tell MAMA) وايي په هم دغه موده کې یې د مسلمانانو ضد ۴۰۰ حملې رېجسټر کړي دي.

په جرمني کې د مېډیا رپوټونه وايي چې ځینو تندلارو په برلین ښار کې د یهودانو په کورونو ډېوېډ سټار (د داود علیه اسلام ستوری) هم جوړ کړی وو. څېړونکي وايي دغه پېښې په جرمني کې د پخواني زورواکي هټلر لخوا یهودانو سره د بدې وضعې او د هغه د بدنام زمانه هلوکاسټ یاد بیا ژوندی کړی دی.

په جرمني کې د یهودانو یو عبادتځای
په جرمني کې د یهودانو یو عبادتځای

د امریکا والسټریټ جرنل اخبار د فرانس د کورنیو چارو د وزیر جېرالډ ډارمنین له خولې وايي چې هلته د جګړې د پېل راسې د یهودانو پر ضد ۸۱۹ پېښې شوې دي. فرانسوي چارواکو په دغو پېښو کې ککړ ۴۱۴ کسان نیولي دي.

په فرانس کې مخکې هم د یهودانو پر ضد حملې شوي. په ۲۰۱۲م او بیا په ۲۰۱۵م کې یوې فلسطین پلوه ډلې او د مسلمانانو یوې بلې تندروه ډلې اووه يهودیانو په دواو جدا جدا پېښو کې وژلي وو.

د نفرت د مخنوي لپاره د امریکایي چارواکو ګامونه

وایټ هاوس وایي چې د بایډن د انتظامیې چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکایي یهودانو له مشرانو سره لیدلي او په دې یې ورسره خبرې کړي چې څنګه د یهودو ضد د نفرت واقعاتو مخه ونیولی شي. د وایټ هاوس ویاندې وویل چې په دې یهودي مشرانو کې د کارنل پوهنتون د یهودي مرکز هلیل، د انټي ډېفېمیشن لیګ، او د یهودي ښځو د قامي کونسل استازي شامل و.

وایټ هاوس دا هم ویلي چې صدر بایډن د تېر زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د مسلمانانو له یو شمېر مشرانو سره هم وکتل. امریکایي چارواکي وایي، انتظامیه به د عرب او مسلمانې برادرۍ له غړو سره چې د دې بحران د مقابلې په اړه اندېښمن دي، ملاقاتونو ته دوام ورکړي.

د وایټ هاوس ویاندې کرين ژان-پیئر دا منلې چې د اسراییل او حماس جګړې د پیل راهیسي په امریکا کې د نفرت واقعات سېوا شوي او انتظامیه د دې پېښو د مخنیوي دپاره یو لړ اقدامات ترسره کوي.

د وایټ هاوس ترجمانه کرېن ژان-پیئر وایي چې د یهودانو او مسلمانانو خلاف نفرت د منلو نه دی
د وایټ هاوس ترجمانه کرېن ژان-پیئر وایي چې د یهودانو او مسلمانانو خلاف نفرت د منلو نه دی

د صدر بایډن ترجمانې وویل: "مونږ د نفرت په وړاندې چوپ نشو پاته کېدلی. مونږ باید، بغیر د استدلال، د یهودو خلاف ضدیت وغندو. همدا راز، مونږ باید، بغیر د استدلال، اسلاموفوبیا وغندو."

کرين ژان-پيئر دا هم وویل چې د تعلیم وزارت د هغو طالب علمانو دپاره چې د یهودو یا مسلمانانو خلاف د نفرت کوم واقعاتو سره مخ کیږي، د شکایت اورېدو پروسه تېزه او آسانه کړې ده.

د نیویارک ګورنرې کتي هوچل د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په ټول نیویارک ریاست کې له سرکاري او شخصي یونیورسېټیو له مشرانو سره د تعلیمي مرکزونو په تحفظ باندې خبرې کوي.

هغه د ګل/دوشنبې په ورځ د کورنل پوهنتون د یهودانو د مرکز ودانۍ ته ولاړه او هلته یې وعده وکړه چې د نیویارک پولیس به هغه کسان چې دړکې ورکوي، وپېژني او ورنه به بازخواست وکړي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا د مېشیګن ایالت اټرني جنرلې یا سرکاري وکیلې ډانا نېسل هم د یهودو او مسلمانانو خلاف د نفرت د پېښو په باب یو بیان جاري کړ او په کې یې له خلکو وغوښتل چې که د نفرت د داسې واقعاتو سره مخامخ کیږي، نو سمدستي دې ریاستي چارواکي خبر کړي.

هغې ویلي چې د دغسې جرایمو د پلټنې دپاره یې یوه خاصه ډله ټاکلې چې د ریاستي او فډرل ادارو سره په مشترک ډول کار کوي.

په امریکا کې عرب مسلمانان، زیاتره په مېشیګن ایالت کې ژوند کوي.

د مېشیګن اټارني جنرلې ویلي دي: "هېچا ته په کار نده چې د خپلې پېژندګلوی، د خپل د عبادتځای، او یا هر کومې بلې ځانګړنې په خاطر چې زمونږ د ریاست تنوع څرګندوي، په ویره کې وي."

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پیل راهېسي، د امریکا په ځینو پوهنتونونو کې هم د اسراییل او هم د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهرې شوې دي، او هم یهود او هم مسلمان طالب علمان شکایت کوي چې ګني د علیحدګۍ احساس کوي او یونیورسټیو یې ملاتړ ندی کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG