لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې انټرنیټ او ټیلیفون بیا معطل شوي، یونیسیف وایي که ډزبندي ونه شي ماشومان به وځپل شي


په غزه پټۍ کې د اسرایلي‌ ځواکونو له مځکنیو عملیاتو سره په یوه اوونۍ کې نن بیا په دویم ځل مواصلاتي نظام خراب شوی او مرسته کوونکې ادارې وایي انټرنیټ او ټیلیفون دا ډول بشپړ بندېدل یا بلیک اوټ په غزه کې د دوی کارونه لا متاثره کولای شي، چې وایي‌ مخکې لا هم هلته حالت خراب دی.

د فلسطین د مواصلاتو کمپنۍ «پلټیل» د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، چې د ټیلیفون او انټرنیټ نظام یې بیا په بشپړه توګه معطل شوی دی:

"په افسوس سره اعلان کوو چې له غزې پټۍ سره ټولې مواصلاتي او انټرنیټي سروسز په بشپړه توګه ځنډېدلي دي، ځکه هغه نړیوالې لارې چې مخکې پیوند شوې وې یو ځل بیا پرې شوې".

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف خبرداری ورکوي چې که په غزه کې د ډزبندۍ غوښتنه ونه منل شي، مرګ ژوبله به زیاته شي او له دې سره به د فلسطینیانو په ګڼ مېشتو سیمو کې ماشومان له ډېر خطر سره مخامخ شي.

حماس د اکتوبر پر اوومه په اسرایل برید وکړ،‌ چې په نتیجه کې یې شاوخوا 1,400 اسرایلي وګړي و وژل شول، تر درې نیم زره زیات ټپیان شول او تر دوه سوه زیات حماس ډلې تر اوسه یرغمل کړي، چې په هغوی کې تر اوسه یواځې پینځه را خوشي شوي دي.

په غزه کې انټرنیټ او ټیلیفون دویم ځل د غزې په شمالي‌ ښار جبلیه کې د فلسطینیانو پر یوه کېمپ د اسرایل تر هغې هوایي بمبارۍ وروسته معطل شوی چې د فلسطین د روغتیا چارواکو په وینا لږ تر لږه 50 تنه پکې وژل شوي او 150 ټپیان شوي دي.

د اسرایلي پوځ یوه ویاند سي‌ این این ته دا هوايي برید منلی او وایي په سیمه کې د حماس یو ډېر ستر قوماندان وو، چې وروسته د اسرایل دفاعي ځواکونو د هغه نوم ابراهیم بیاري یاد کړ خو حماس په یو بیان کې ویلي، په دې کمپ کې هیڅ یو کمانډر نه وو او د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې 400 ښوولی، خو رویټرز وایي دا شمېر په ازاده توګه نه دي تایید شوې.

د جبلیه ښار د کډوالو پر کېمپ هوایي برید د اسرایل د ګاونډيو هېوادونو غصه را پارولې ده. د عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دا برید به په سیمه کې "د نه رغېدونکې اغېزې" سبب شي او یو ځل بیا یې د "بیړنۍ ډزبندۍ" غوښتنه کړې ده.

سعودي عرب هم دا برید غندلی او دا یې د اسرایلي ځواکونو- چې "قبضه ګر" یې بللي- یو "غیرانساني" کار ګڼلی دی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په ټیلیګرام کې ویلي، دا برید د اسرایل "یو بل جنګي جرم" دی.

د اسرایل دفاعي‌ ځواک د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، دوی د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې "له ترهګرو تنظیمونو سره اړوند 11,000 هدفونه په نخښه کړي"، چې په اوسط ډول یې هره ورځ 440 بریدونه کړي دي.

نه ختمېدونکی بشري ناورین:

د اسرایل هوايي بریدونه د فلسطین په ګڼ مېشته سیمه کې د بشري ناورین سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره «اوچا» د حماس تر واک لاندې فلسطیني روغتیا وزارت په حواله وایي، د دوشنبې- ګل او سه شنبې- نهې تر منځ په غزه کې 216 فلسطینیان وژل شوي دي.

وزارت وایي په غزه کې په تېرو څه باندې درو اوونیو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر 8,500 او د ټپیانو شمېر تر 15,000 زیات شوی دی چې وایي په هغوی کې 67 فیصده ښځې او ماشومان دي، خو دا شمېر ازاده سرچینو نه دی تایید کړی.

اوچا ویلي د خوراکي موادو، اوبو او دوایانو 59 نورې لارۍ د سې شنبې- نهې په ورځ د مصر د رفح پولې له لارې غزې ته داخلې شوې، وایي د اکټوبر له 21مې وروسته دا د بشري مرستو تر ټولو لوی کاروان دی او له دې سره د ټرکونو ټول شمېر 217 ته ورسېد.

اداره وايي د اکتوبر تر 31مې پورې په غزه کې تر 1.4 میلین ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي، وایي تر شپږ لکه 89,000 ډېرو کسانو د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې په کېمپ کې پناه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف ویاند جیمز ایلډر د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، "له غزې د زرګونو ماشومانو هدیره جوړه شوې ده او دا د هر چا لپاره یو ژوندی دوزخ دی".

د یونیسیف د رپوټ‌ له مخې 3,457 ماشومان په غزه کې وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG